د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تیرې شپې د رپوټونو له مخې وایي، د سختو واورو د اورېدو او ښویدو له امله ۱۰۷ تنه وژل شوي او یو زیات شمېر ټپيان شويدي.
په افغانستان کې چارواکي وايي په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې واورې شوې چې خلکو ته یې مالي او ځاني تاوانونه هم اړولي دي.
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍپه احمد خېلو سیمه کې داعش وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی چې له امله یې داعش او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېر مازیګر د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعش جنګیالیو بې پیلوټه طیارې برید کړی، چې له امله یې د شاهد په نوم د دغې ډلې سیمه ییز قاضي له یو بل ملګري سره وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو نن سهار د یوې دینې مدرسې استادان له ځانونو سره په نامعلوم لوري وړي دي.
د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، داعش ډلې په کوټ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو لسګونه کورونه سوځولي دي.
ننګرهارکې چارواکي وایي، د دغه ولایت په پچیراګام کې داعش د وسله والو پر خلاف د افغان ځواکونو عملیات چې درې میاشتې وړاندې پیل شوي وو پای ته رسیدلي دي.
د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د لرګیو سوداګرو او صنعت کارانو په لاریون کې تاوتریخوالی رامنځ ته شوی او ډزې په کې شو ي دي.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد وویل چې په دغه پېښه کې ټپیان شوي ټول د یوه کور غړي دي .
چارواکي وايي، د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې تېره شپه د لشکر طیبه ډلې غړو د اسمار_ اسداباد په لاره ماین ښخوو چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې یو میلیون افغانان بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دوي کې اکثریت پاکستان کې وه.
د افغانستان په کچه د ښځینه پولیسو کمښت یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي. ختیځ ولایت کونړ هم له دغې ستونزې سره یو مخ ولایت دی.
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د دریم کنډک قوماندان سمونمل وليجان امرخیل او یو بل منصبدار د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهارد پچیراګام ولسوالۍ د څه باندې یوې میاشتې عملیاتو وروسته تېره شپه په مکمله توګه د اسلامي دولت یا داعش له ولکې څخه پاکه کړې ده.
د ننګرهار په ولایت کې دریو چاودنو پنځه کسان وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي.
حکومتي ځواکونو په نورستان کې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د افغان حکومتي قواوو پوځي عملیات لا دوام لري ؛خو تر اوسه پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
حاجي ظاهر قدیر وایي داعش وسله والو له خوا د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې د بر پچیر له نیولو وروسته اوس دغه ډله د تورې بوړې ستراتیژیکي سیمې ته نږدې شوې ده.
ولې داعش هڅه کوي چې توره بوړه ونیسي
د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو او داعش وسله والو جګړه لا نه ده قراره شوې.
نور پورته کول