د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل د یوې لویې غونډې په ترڅ کې خپل کار پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې ددغه ولایت د امنیتي وضعیت او نورو راولاړو ستونزو لپاره به ګړندۍ هڅې وکړي.
چارواکي وایي د ننګرهار کانال د ځمکو د کنټرول په سر د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ له تیرې ورځې په پیل شوې جګړه کې شپږ تنه طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزات وايي، چې نند بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د هیلکوپټر راپریوتو په پېښه کې د هلیکوپټر د څلورو عملې په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.
په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ ویلي چې د خپل مسولیت په ساحه کې یې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه له زرو ډېر داعش او طالب جنګیالي وژلي او سلکونه نور یې ټپیان کړي دي.
افغان امنیتي ادارې وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ننګرهار اچین کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۹۶ وسله وال وژل شوي او د دغې ډلې اوه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي نن سهار د ولایت مقام په کرزي تالار کې د رسنیو او لسګونو قومي مشرانو په حضور کې له خپلې دندې استعفی اعلان کړه.
د ننګرهار په اچین کې تیره شپه په یوه کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش پنځه لس وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي.
قوماندان زړور خان زاهد د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې وژل دی.
د نورستان په کچه د قیمتي ډبرو له سروې شویو کانونو نه ۴۴۸ یې هغه دي، چې د ناقانونه کېندنو له کبله یې یوه ټنګه هم د دولت خزانې ته نه ورځي.
د ملي امنیت ریاست وایي، یوه اسټرالیایۍ میرمن چې نږدې څلور میاشتې مخکې د جلال اباد ښار څخه وسله والو تښتولې وه تیره شپه د سړي تښتوونکو له منګلو ژغورل شوې ده.
پکتيا کې چارواکي وايي،د پرونۍ سختې جګړې وروسته افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د جاني خېلو له ولسوالۍ څخه شا تګ کړی او ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې بیګا شپه سخته جګړه شوې ده، حکومت پکې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو دعوه کړې.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راوښتو شمېره په بې سارې توګه زیاته شوې ده.
چارواکو،د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ کې په هوایي بریدونو او ځمکنیو جګړو کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوځي چارو مسول په ګډون ۲۱ تنه طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ نن سهار ۳بجې بیا وسله والو طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې طالبان د ولسوالۍ پر دیوالونو وراوښتي خو بېرته په شاه تنبول شوي.
د کونړ په اسداباد کې نن سهار د هاوان مرمو د لګیدلو له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوڅلویښت نورټپیان شوي.
چارواکي وایي د ننګرهارپه کوټ کې افغان ځواکونو په هسکې مېنه کې د داعش د جلب او جذب یو لوی مرکز نیولی.
نور پورته کول