ننګرهار وايي، نن څه باندې اته بجې د دغه ولایت مرکز د جلال اباد په ښار کې د انجونو دوو لیسو مخ ته درې پرله پسې چاودونو یو ماشوم وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
په لغمان کې سیمه ایز چارواکي وايي چې د پنجشنبې په شپه (اګست۶) دولس بجې د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې "حکومتي ځواکونو" عملیات کړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبره پاڼه کې ویلي دي چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګرۍ په داخلي چارو کې مداخله کوي، چې په همدې له امله یېد ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې خپله قونسلګري تړلې ده.
حکومتي چارواکي وايي چې د کونړ په څوکۍ او وټه پور ولسوالیو کې د ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې لس داعش او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې تېره شپه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر سعد ارهابي د لس نورو مهمو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
د جلالآباد ښار په پنځمه ناحیه کې د شنبې په ورځ (وږي ۳) شاوخوا ۱۰:۳۰ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمهییز دفتر ته نږدې چاودنه وشوه.
کونړکې امنیتي چارواکي وايي تیره شپه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د ډیورنډ د کرښې له پاکستاني غاړې په ویشتل شوو توغندیو ډزو کې دوه نجونې وژل شوي او یو سړی ټپي شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې د ناامنیو له امله لا هم ۲۳ زره ماشومان د پولیو له واکسين بې برخې پاتې کېږي.
لغمان کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړي، یو کس یې وژلی او پنځه یې ټپيان کړي.
افغان سرتیری عمر چې د نورو د ژغورلو لپاره یې په جلال اباد کې ځانمرګي بریدګر ته غېږه ورکړې وه، خاور ته وسپارل شو.
د ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي اردو د تالاشۍ پر مرکز ځانمرګي برید کې د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، وسله والو بریدګرو نن له غرمې وړاندې (زمري ۹ مه) د جلال اباد په ښار کې د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو د ریاست پر ودانۍ ډله ییز برید کړی دی.
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن د شنبې د ورځې (زمري ۶مه) شاوخوا یوولس نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې پر یو روغتیايي روزنیز مرکز وسله ډله ییز برید کړی دي.
پېښه تېر ماسختن د سرخرود ولسوالۍ په شمشپور ادمخېلو کلي کې پر داسې مهال شوې چې لمونځ کوونکي له لمانځه وروسته له جومات څخه بهر وتل.
ننګرهار ولایت روغتیایي چارواکي وايي، چې په ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ له واکسین څخه پاتې شویو لس زره ماشومانو تهيې د پولیو څاڅکي رسېدلي دي.
د کونړ په ولایت کې له پولیو واکسینو څخه څه د پاسه ۳۸ زره ماشومان پاتې شوې او ډېر یې په هغو سیمو کې دي چې داعش پکې حاکم دي.
د پکتیا او ننګرهار په ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې د جلالآباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې پر ښاري مدیریت برید کې ١١ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چی د جلال اباد ښار اړوند شپږمې ناحیې خالص فامیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پلټنې په یوه پوسته ځانمرګي برید ۱۲ کسان وژلي چې اته یې ملکیان دي.
د کنړ چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه کې اوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
نور پورته کول