په ننګرهار کې چارواکي وایي د جلال اباد په ښار کې پر سیکانو ځانمرګی برید شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت د خپل سفر پر مهال د ختیځو ولایتونو لپاره د یو ستر روغتونو د رغولو چارې پیل کړې.
کاروان سره د خیبر پښتخوا له مېشتو سربېره د جلال اباد او کابل خلک هم ملګري شوي او دغو خلکو سره یو ځای شوي دي.
د ننګرهار هسکه مېنه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، حکومتي مقامات وايي اوه داعش وسله وال یې وژلي او د دغې ډلې دوه لوی مرکزونه یې له منځه وړي دي.
ننګرهار کې چارواکي وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلالآباد ښار د پښتونستان واټ په سیمه کې ځانمرګي برید له لسو زیات کسان وژلي او دیرش تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د ننگرهار د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان په ښارگوټي کې پداسې حال کې چاودنه شوې چې خلکو او طالبانو د اوربند خوښي لمانځله.
چارواکي وايي، نن شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت په مرکز کې د پوهنې د ریاست پر ودانۍ څلورو ځانمرګو بریدګرو ډله ییز برید کړی، چې لږ تر لږه لس تنه په کې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي د پولیو واکسین د تېر کمپاین پر مهال ۲۳ زره ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او ډېری یې په هغو سیمو کې دي چیرې چې امنیتي حالات ښه نه دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې دولس عام وګړي ټپیان شوي هم دي چې د لغمان په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه برید له دوه نیم ساعتونو وروسته د یو بریدګر دوو عامو وګړو او یو پولیس په وژل کېدو نهه نیمې بجې پای ته ورسېد.
وروسته له هغې چې داعش ننګرهار کې د انجونو پر ښوونځیو د ممکنه بریدونو خبرداری ورکړ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست ټول ګرمسیر ښوونځي رخصت کړي دي.
ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژلو ادعا شوې ده.
د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي په کونړ کې د واکسین په تېر کمپاین کې ۱۷ زره ماشومان له واکسین څخهپاتې شوي دي چې ډېر یې په هغو سیمو کې دي چیرته چې داعش وسله وال حاکم دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د سیمه ییزو پولیسو د یو قوماندان په ګډون نهه تنه وژل شوي او اته تنه کور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې ددغه ولایت د څوارلسو ولسوالیو لپاره د طالبانو نظامي مسول ، ګل محمد سنګري یې وژلی دی.
پېښه تېره شپه یولس نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د سپین غر کرکټ لوبغالي کې د 'رمضان کپ سیالۍ' کې شوې ده.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې یو شمیر وسله والو د دغه ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې د مستوفیت پر ودانۍ ډله ییز برید کړی، چې ۱۵ کسه پکښې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو په یو مرکز چاودنې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان ټپیان کړي دي.
د کونړ د مخابراتو ادارې رییس سید احمد مدد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې داعش وسله والو د کونړ پیج درې دوو ولسوالیو ماڼوګي او چپه دره کې مخآبراتي شبکې بندي کړي دي.
د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ملکیانو پر موټر چاودنې پنځه کسان وژلي او نهه نور یې زخمیان کړي دي.
نور پورته کول