د دوی د عقېدې له مخې ۳۲۰ کاله ګروبابا نانک د سره رود په سلطان پور سیمه کې دمه کړې وه.
د کونړ ولایتي چارواکي ادعا کوي، چې پاکستاني ځواکونو په تیرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر دوو سرحدي ولسوالیو باندې په سلګونو توغندي ویشتلي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
یوازې ختیځ زون کې به تر یو ملیون ماشومان د پولیو څاڅکي تر لاسه کړي
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کُنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په ایګل دره کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.
د کونړ ولایتي چارواکي وايی، د دغه ولایت د وټه پور په ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته په یو ځانمرګي برید کې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی شاولي همت وژل شوی دی.
افغان پوځ په اعلامیه کې ویلي، چې برید تېر مازیګر په بدګاه سیمه کې شوی او پکې د حسن خان او محمد الله په نومونو د داعش دوه مشهور قومندانان هم شامل دي.
پر کونړ د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کېدونکو بریدونو له کبله د ځینو ښوونځیو دروازې هم د زده کوونکو پر مخ بند ساتلي دي.
ختیځ کې د ملي اردو د قوماندانۍ ویاند ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته وویل، چې په دغو بریدونو کې د داعش ډلې ځینې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د حزب اسلامي یوې لویې غونډې ته څېرمه پر کاسټر موټر چاودنې څلور کسان وژلي او لس نور یې زخمیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي سرچینې مني چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ کې د '۰۲'ځانګړې قطعې په عملیاتو کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا برید اوړمه ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام سیمه کې شوی دی، خو د کونړ ولایتي چارواکو دا پیښه د جمعې ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته تائید کړه .
بم چا ایښی و څرګنده نده خو په سیمه کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په ایلګل دره کې یوه درې نیم کلنه انجلۍ د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ناروغۍ اخته شوې ده.
نوي کمپاین کې به څه کم لس ملیون ماشومان واکسین شي او پینځه ورځې به دوام لري.
پېښه تېر ماخستن اته بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په 'نبي خېلو' سیمه کې شوې ده.
د نورستان ولایت کې مېرمنې وايي چې که پوهنتون ورته جوړ شي نو نجونې به په اسانۍ سره پکې زده کړې وکړي او ښځينه به یې هم تعلیم یافته شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې مولوی عبد الظاهر حقاني په موټر کې و او بریدګر پلی ورغلی و.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سره څېرمه د تیلو یو ټانکر پسې نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسان مړه شوي او څلوېښت دکانونه او یو شمېر موټرې سوځېدلي دي.
د افغانستان په ختیځ، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې حکومتي قواوو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
نا معلومو وسله والو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند د ایمل خان لېسې تحویل خانې ته اور ورته کړی اود کتابونو د خونې یوه برخه یې سوځولې ده.
نور پورته کول