نن د عرفې ورځ ده او ټاکل شوې چې د افغانستان خلک د جمعې په ورځ د لوی اختر لمانځل پیل کړي.
امریکايي او ایتلافي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه د پاسه ۱۶۰۰ بمونه کارولي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی وايي چې د افغانستان بانکونه دې هم د نورې نړۍ د بانکونو غوندې د کرکټ او فوټبال لوبډلې جوړې کړي.
یو افغان ځوان چې مېرمن او درې ماشومان هم لري کلونه کیږي د نشه يي توکو په کارولو روږد دی.
په دې وروستیو کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو پر فېسبوک او ټویټر د ښځو د هویت د ترلاسه کولو په اړه یو کمپاین پېل کړی.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په کابل کې د تېرې میاشتې په لاریونونو کې یې د تاوتریخوالي د عاملینو د پېژندلو په موخه له پیښې سره د اړوندو ۹۰ کسانو څخه تحقیقات ترسره کړي دي.
جنرال بهرامي وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د تېر کال په څېر به دا کال هم د افغان دولت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکوي.
ښاغلي عبدالله وایي چې له دې وروسته به د هغو وزیرانوپر وړاندې چې په کابل کې موجود وي او د وزیرانو شورا په غونډو کې ګډون نه کوي چلند بل ډول وي.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کانالیزسیون نشتوالی د روغتیا او پاکو اوبو په برخه کې یو لوی خنډ بلل کیږي.
افغان حکومت د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د تروریزم پر ضد نړیوال کنفرانس کې د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی دی
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې محکمه په غیاب کې هم د پرېکړو د صادرولو واک لري.
پخواني جهادي مشر صبغتالله مجددي نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د ولسمشر پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، دوی بحران ته د افغانستان تلل نه بلکې په اوسني حکومت کې رښتینې اصلاحات غواړي.
یوه افغانه مېرمن د اسلام له نظره د ښځو دحقونو په برخه کې د مسجدونو ملا امامانو ته روزنیز پروګرامونه ورکوي.
پنځلس هغه افغانان چې په جرمني کې یې د پناه اخیستنې غوښتنلیکونه رد شوي، نن د سه شنبې په ورځ، په زوره له دې هېواد څخه افغانستان ته راولېږل شول.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت ته سفر کړی دی.
روسیې له افغان دولت څخه وغوښتل چې دوی ته دې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ترسره شویو پروژو د بیا رغونې زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر له افغان حکومت څخه غوښتې چې په افغانستان کې دې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي لپاره ژره اوجدي اقدامات وکړي.
د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د برید د څرنګوالي لپاره د ولسمشر غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون موندنې ښيي چې د دې برید پلان په بهر کې ترتیب شوی و.
اجرائیه رئيس عبدالله وايي چې په ټاکنو کې د ټکنالوژي کارول به پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، او بلې خوا ته به پرټاکنو د خلکو باور زیات کړي.
ولسمشر غني نن د افغانستان دملي شورا د پرانیستې غونډې ته په ټینګار وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر ونه ځنډیږي او پر خپل وخت به ترسره شي.
نور پورته کول