په افغانستان کې تصمیم نیولو په بهیر کې د افغان ښځو د ونډې په هکله یوه تازه سروې ښيی، چې په منځنۍ کچه ۱۰.۷ سلنه ښځې په دغه هیواد کې د تصمیم نیولو په بهیر کې برخه لري.
افغان حکومت پاکستان ته د ۳۲ هغو تروریستي مرکزونو یو لیست نن سپارلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په پاکستان کې د افغان حکومت پر ضد په کې تروریستان روزل کیږي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د دوی هغه دوه کارکوونکي خوشي کړي چې د روان کال د سلواغې پر شلمه نامعلومو وسله والو د دې هېواد د جوزجان په ولایت کې برمته کړي دي.
په افغانستان کې د روغتیا او دیموګرافۍ په هکله یوه نوې سروې ښيي چې په دغه هیواد کې هره ښځه په منځني ډول ۵.۳ ماشومان زېږوي، خو د ولایتونو بیا د میندود زیږون کچه سره توپیر لري.