د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټرانو د لوی اختر په ورځو کې د کانګو د تبې پر خپریدو اندیښنه ښودلې


نن د عرفې په ورځ د کابل ښار په نخاسونو کې د څارویو د رانیولو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه.
نن د عرفې په ورځ د کابل ښار په نخاسونو کې د څارویو د رانیولو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه.

نن د عرفې ورځ ده او ټاکل شوې چې د افغانستان خلک د جمعې په ورځ د لوی اختر لمانځل پیل کړي.

د څارویو حلالول د لوی اختر د مراسمو د لمانځلو یوه ډیره مهمه برخه ده، چې د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم خلک د اختر په ورځو کې قرباني کوي.

د تیرو څو ورځو راهیسې په کابل او نورو ښارونو کې د څارویو د پلورلو په نخاسونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

نن د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې په نخاسونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه.

څارویو سره د خلکو ډ‌یر نیږدې کیدلو د کانګو وینه بهوونکې تبې د خپریدو اندیښنې هم زیاتې کړي دي.

ډاکټرانو هم د قربانۍ پر وخت د کانګو وینه بهوونکې تبې پر خپرېدو اندیښنه ښودلې ده.

خو د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وایي،که د قربانۍ پر وخت د څارویو صحي کتنه وشي، او د حلالولو پر مهال لازم تدابیر ونیول شي، د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نیول کېدای شي.

د کابل د انتاني روغتون رئيس ډاکټر عبدالرحمن اکبري له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې کانګو تبه یوه وایروسي ناروغي ده چې د یو ډول خزندې له لارې چې د څارویو په پوستکو کې ځای نیسي، له څارویوانسانانو ته لېږدول کیږي، چې د نه درملنې په صورت کې مرګ سبب هم ګرځیدلی شي.

ډاکټر اکبري د دې ناروغۍ علایمو په هکله وویل چې د ناروغۍ د پیښدو په صورت کې ناروغ ته شدیده تبه، ځان دردي او زړه بدوالی، پیدا کیږي، او همدارنګه پر بدن سره خاپونه رامنځته کیږي، چې ورسره له پوزې وینې هم راځي.

ډاکټر اکبري دا هم وویل که پر وخت د دې ناروغۍ تشخیص او درملنه ونه شي، ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو نوموړی وايي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید پر څارویو هغه دواګانې وکارول شي چې دغه خزندې له منځه وړي او خلک باید د څاریو د حلالولو پر مهال تدابیر ونیسي

ډاکټر اکبري وویل " وقایوي تدابیر یې دا دي چې قصاب یا د قربانۍ څښتن دستکشې ولري، زخم نه شي، او کنه یې ونه چیچي، د دې لپاره عینکي په سترګو کړي، ماسک واچوي، پېشبند واغوندي، خپل پرتوګ یا پتلون په بوټانو کې دننه کړي، یعنی دا باید یو مکمل پوښلی سړی وي".


خو کابل ښاروالي وايي چې د دغې ناروغۍ د مخنیولي لپاره یې له دوو اوونیو راهیسې د کابل ښار په څلورو دروازو کې د روغتیا وزارت د استازو په ګډون پلاوي ګمارلي، تر څو د څارویو صحي کتنه وکړي اود معاینو وروسته څارویو ته ښار ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئيس احمد بهزاد غیاثي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په اختر کې به تر قربانۍ وروسته د ښاروالۍ موظفین د څارویو پاتې شونې ټول کړي او خپل مشخص ځای ته به یې وروسوي.

ښاغلي غیاثي همدارنګه له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د څارویو د کثافاتو په راټولونه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او د خپلو څاریو زبالې په لارو کوڅو کې ونه غورځوي.

د کابل د انتاني روغتون د چارواکو د معلوماتو پر اساس د روان کال له پېله یوازې همدې روغتون ته ۱۰۱ ناروغانو د کانګو تبې ناروغۍ له امله مراجعه کړې چې ۲۴ کسان یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG