د پکتيا په دريو ولسواليو کې پر کورونو د وارداتي برېښنا د انتقال چارې پيل شوي چې د چارواکو په وینا دا بهیر به په څو میاشتو کې بشپړ شي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په شفاف ډول د مالياتو د راټولو په خاطر يې په مستوفيت کې د سیګټاس په نوم انلاين سيستم فعال کړی.
سیمیز خلک وايي په بمبارۍ کې د طالبانو په ګډون څو ملک خلک هم وژل شوي دي.
د پکتيکا ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په سروضې ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی ۱۰ ملي پوليس وژلي او يو يې له ځان سره ژوندی بيولی دی.
د پکتیا امنیه قومندان جنرال رازمحمد مندوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته په دغه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه تائید کړه، خو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.
په ټولیز ډول اوسمهال افغاني ټولنه مختلف ډوله رسنيو ته لاسرسی لري، خو د احصايې له مخې زياتره افغانان په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو خلک ډېری اړين معلومات له راډيوګانو ترلاسه کوي.
د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدالدين منګل وايي، د دې لپاره چې د ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو شمېر راکم شي، له ديني عالمانو سره د همغږۍ منظمې غونډې لري.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز پل علم کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو او هلکانو يو ښونځي ته اوراچولی او لوازم يې ټول سوځيدلي دي.
په پکتيکا کې قومي مشرانو پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جنګ نه لاس واخلي او د سولې لپاره د ولسمشر غني له لوري وړانديز شوې طرحه ومني.
په خوست کې یو شمیر قومي مشران وایي تذکرې ورته نه ورکول کیږي چې دا کار په لوی لاس په انتخاباتو کې د هغوي د ګډون مخه نیسي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي په دې برید کې څلورو بریدګرو برخه لرله، چې د برید په پیل کې یو بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او پاتې نورو د افغان ځواکونو سره نښته پیل کړه.
افغان چارواکي وایي چې د ګل نبي په نامه دغه قومي مشر په لوګر کې په یوې چاودنې کې وژل شوی دی.
په ټاکنو کې د پراخ ګډون په خاطر د ښځو د نوم ليکنې لپاره د پراخ عامه پوهاوي او کمپاين غوښتنه شویده
افغان چارواکي وايي چې وسله والو د لوګر د والي مرستیال قمرالدین شکیب وژلی دی.
چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پکتیا ولايت د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سيمو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړ شوي پوځي تاسيسات د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سپارل شوي.
روغتیایي چارواکي وایي، چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ درملنه نلري، که چیرې یو ځل ماشوم په دې ناوړه ناورغۍ اخته شو نو د تل لپاره به ملول وي.
خوست کې چارواکي وايي، د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په حدودو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نن سهار اته بجو راهیسې جګړه پیل شوې ده.
ولسمشر غني پکتیاته د خپل سفر پر مهال یو لړ پراختیايي پروژې پرانیستلې.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د یکشنبې په سهار د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د بيارغونې د څو پروژو د پرانیستلو په موخه ګردیز تللی دی.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګومل په ولسوالۍ کې د اول خان په نوم یو تن د وسله والو طالبانو سره د بند پرمهال، د فرصت څخه ګټه اخیستې، په خپلو ساتوونکو یې دزې کړي اوه تنه یې وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
نور پورته کول