د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې قومي مشران شکایت کوي چې تذکرې نه ورکول کیږي


قومي مشرانو په خوست کې شکایت کړی چې سیمه ایزې ادارې ورته تذکرې نه ورکوي.
قومي مشرانو په خوست کې شکایت کړی چې سیمه ایزې ادارې ورته تذکرې نه ورکوي.

سره له دې چې د نفوسو د ثبت احوال مرکزي ادارې په ولايتونو کې خپلو مربوطه ادارو ته سپارښتنه کړې، چې خلکو ته د فعلي استوګنې له مخې تذکرې ووېشي، ځيې قومونه شکايت لري، چې تذکرې نه ور کول کېږي.

احمدزي، طوطاخېل، نيازي، ځدراڼ، دولتزي، ځاځي او تره کي هغه قومونه دي، چې نن يې په خوست کې د يوه خبري کنفرانس پرمهالد خوست د نفوسو د ثبت احوال اداره په تبعيضي چلند تورنه کړه.

دا قومونه په اصل کې د پکتيا، لوګر، پکتيکا او د ځينو نورو ولايتونو اوسېدونکي، خو له ډېرې مودې راهيسې په خوست کې پراته دي. دوی ادعا لري چې په خوست کې تذکرې نه ورکول کېږي.

”د تذکرو د وېش لپاره چې دويمه کومه فورمه توزيع شوې ده، د هغې له مخې دې موږ ته تذکرې راکړې. په هغه کې اصلي او فعلي دواړه استوګنځايونه ذکر شوې ده. موږ ته دې د خوست د قومونو په څېر تذکرې نه راکوي‟.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د بهير پای ته رسېدو لپاره تر دوو اوونۍ کمه موده پاتې، د خلکو نيوکه دا ده چې دولت پر خلکو د تذکرو په وېش کې پاتې راغلی.

په خوست کې د طوطاخېلو د قوم مشر ګلاب طوطاخېل يادې خبري غونډې ته په خبرو کې پر حکومت نيوکه وکړه، چې ګني په لوی لاس ځينې قومونه په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون بې برخې کوي.

هغه وويل: ”حکومت په قول تا ته وايي چې راشه په رايه کې برخه واخله، ته افغان يې، پښتون يې، ته هم خپله رايه ثابته کړه خو تذکره نه راکوې. زه د دې دولت او خاورې لپاره قرباني ورکوم، زه په تعليم او تربيه کې برخه اخلم، زه په نظامي عسکرو کې شهيد کېږم، مګر د تذکرو حق نه لرو؟‟.

يادې غونډې ته يو بل قومي مشر اسدالله احمدزي وويل، چې ياده شوې ستونزه يې له حکومت سره شريکه کړې هم ده، خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې. د ده په وينا دا به پر ټاکنو د خلکو باور ته زيان ورسوي.

احمدزي زياته کړه: ”د تېرې يوه نيمې مياشتې راهيسې چې موږ ځو راځو، دوی مکتبو نه دی ليږلی. دا اوس د يوه کلېک خبره ده چې وليږي او ځواب تر لاسه کړي. ټاکل شوی وخت په ختمېدو دی. په دې سره موږ د خپل هويت نه بې برخې کېږي. سره له دې چې د اساسي قانون له مخې موږ د تذکرو اخيستلو حق لرو، بيا هم موږ ته تذکرې نه راکول کېږي‟.

په همدې حال کې د خوست د والي وياند طالب منګل له اشنا راډيو سره په خبرو کې د يادې شوې ستونزې په تاييد سره وويل، چې په دې اړه ولايت مقام د نفوسو ثبت احوال ادارې ته جدي سپارښتنه کړې ده.

منګل په همدې هکله داسې وويل: ”ولايتي ادارې بيا بيا هڅه کړې او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چې په جدي توګه د متفرقه قومونو د تذکرو ستونزه هواره کړي او خلک تذکرې واخلي‟.

د احمدزي، طوطاخېل، ځدراڼ، دولتزي، نيازي، ځاځي او تره کي قومي مشرانو د يادې خبري ناستې په پای کې په يوه پرېکړه ليک سره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون وغوښتل چې د تذکرو د وېش موده وغځوي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې ګواښ شوی، که دولت د دوی غږ وانه وري او د حل مناسبه لاره ورته ونه لټوي، نه يواځې په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه به وکړي، بلکې پراخو مدني حرکتونو ته به هم مخه کړي.

XS
SM
MD
LG