په خوست کې سوداګر او موټر چلوونکي وايي چې که د غلام خان لار رسمي ترانزېټ شي، د سوداګرۍ په پراختيا کې به ډېره مرسته وکړي.
د سپېرې ولسوالۍ د پوړه په سيمه کې د تېرو پرلپسې کمپاينونو پرمهال شاوخوا ۱۶۵۰ ماشومان د دې معلولوونکې ناروغۍ ضد واکسين څخه د ناامنۍ او عقيدوي مسايلو پراساس محروم پاتې شوي.
د پکتيا اوسېدونکي د پوهنې له وزارته غواړي چې د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي. د شمېرو له مخې په دغه ولايت کې ۳۹۶ ښوونځي شته چې ۶۰ فيصده يې ودانۍ نه لري.
د پکتيا روغتيايي مسوولين وايي، چې سږکال يې پدې برخه کې مبارزه ګړندۍ کړې او مياشت تربلې پرمختګ کوي.
په خوست کې د ګلان کمپ په سلګونو وزیرستاني کډوالو په یو لاريون کې د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه، چې په هغه هېواد کې له پښتنو سره ناوړه چلند کوي. د دوی په وينا د پاکستان حکومت نه غواړي چې پښتانه سره يو موټی شي.
د خوست ولايتي چارواکو له پاکستان څخه د غوښينو چرګانو پر واردولو بنديز لګولی دی. د خوست والي ويلي، چې دا بنديز يې پر کورنيو توليداتو د بسيانې په خاطر لګولی دی
په خوست کې د منګلو او مقبلو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت په سر رلانجه او وسله واله شخړه هواره شوې ده.
په لوګر کې سلګونو کوچيانو په يوه اعتراضيه لاريونکې له حکومت نه غوښتي دي چې په خوست ولايت کې د کوچيانو پرمخ تړل شوې لارې پرانيزي
د خوست په ولایت کې د مجاهدینو د اسلامي سرتاسري شورا غړیو د حکومت نه ملاتړ څرګند کړی او ویلي یي دي چې ستونزې دې د خبرو د لارې حل شي.
نن شاوخوا یوه نیمه بجه کله چې د خوست د فوټبال په سټیډیوم کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو وینا کوله، د غونډې له ځای سره نږدې چاودنه وشوه.
د پکتیا په ولایت کې سلګونو کسانو مظاهره کړې او د هغو سیاسي خوځښتونو د مخنیوي غږ یې کړی چې د هغوي په وینا د ملي ګټو خلاف دي.
د خوست ملکي هوايي ډګر په نړيوال ملکي هوايي ډګر بدلیږي او الوتکې به د همدې هوایي ډګر نه ځينو هېوادونو ته نېغ په نېغه الوتنې ولري.
ولسمشر محمد اشرف غني، چې نن د يوه لوړپوري پلاوي په مشرۍ د پکتيا مرکز ګردېز ته تللی و، د تېرې اونۍ د خونړي برید په اړه يې د دغه ولايت له خلکو سره د غمرازۍ ترڅنګ پر طالبانو د سولې غږ وکړ.
په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په ځانمرګو ډله ییزو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۳۵ نور ژوبل دي.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف نن د جمعې په ورځ سهار د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ ته ورغلی دی.
د پکتيا حکومتي چارواکي وايي،افغان امنيتي ځواکونوو د دوو ورځو جګړو وروسته تیره شپه د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ مرکز بېرته له وسله والو طالبانو نيولی دی.
خلک اندېښنه لري، چې ممکن ځينې دغه ګدایګر له استخباراتي شبکو سره اړيکې ولري. خلک يې له حکومت څخه د پلټنو غوښتنه کوي.
د خوست په ولایت کې ځایي خلک وایي چې کوچیانو یې ځمکې په زور نیولي خو کوچیان وایي دا ځمکې هغوي ته پخوانیو حکومتونو ورکړي.
د خوست روغتیايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د واکسین وړ څه د پاسه ۱۶۰۰ ماشومانو کورنۍ د پولیو له واکسین سره مخالفت لري.
د خوست ولایت روغتیایي چاروکي وایي، د سپېرې ولسوالۍ د پوړه په سيمه کې د تېرو پرلپسېکمپاينونو پرمهال شاوخوا ۱۶ سوه ماشومان د دې معلولوونکې ناروغۍ ضد واکسين څخه د ناامنۍ او عقيدوي مسايلو پراساس محروم پاتې شوي.
نور پورته کول