په اندونیزیا کې د انسان په لاس جوړ شوی یو تر ټولو پخوانی انځور کشف شو

په اندونیزیا کې هغه انځور چې په یوه سمڅه کې موندل شوی، د انسانانو په لاس تر ټولو لرغونې انځورګري ګڼل کیږي.

څیړنې ښیې چې په اندونیزیا کې هغه انځور چې په یوه سمڅه کې موندل شوی، لږ تر لږه ۵۱ زره کاله لرغتونتوب لري.

د دغه انځور په اړه د څیړنې پایلې چې د چهارشنبې په ورځ، جولای درېیمه (چنګاښ ۱۳مه) خپرې شوې، ښيي، دغه انځور، چې درې کسان په کې د یو سور رنګه سرکوزي څنګ ته ولاړ دي، د انسانانو په لاس تر ټولو لرغونې انځورګري ده.

دغه انځور په ۲۰۱۷ کال کې د اندونیزیا د سولاویسی ټاپو په یوه سمڅه کې موندل شوې وه.‌

د اسټرالیا په ګریفیت پوهنتون کې لرغونپوه ماکسیم اوبرټ د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، چې دا انځور د "انساني کیسې ویلو ترټولو پخوانی ثبوت" دی.

نوموړی د هغه ټیم غړی دی چې په ۲۰۱۹م کال کې یې اندونیزیا ته څیرمه یې په یو سمڅه کې یو بل لرغونی انځور کشف کړی و. داسې اټکل کیږي چې هغه انځور چې د ښکار یوه صحنه پکې انځور شوې وه، لږترلږه ۴۴زره کاله لرغونتوب لري.

د "نیچر" یا چاپیریال په برخه کې د نوي څیړنې لیکوال، اوبرټ وايي، نوې موندل شوی انځور، چې د لیزر په کارولو سره یې لرغونتوب څرګند شوی "د لومړي ځل لپاره یې موږ د ۵۰زره کلونو څخه هاخوا ته یوړو."

هغه وویل، د هنر له لارې د "پیچلې" کیسې د ویلو وړتیا، کولای شي د لومړني انسان د وړتیا په اړه زموږ په معلوماتو کې لوی بدلون راولي.

لرغونپوه او ددې څیړنې یو بل لیکوال اډم برون، خبریالانو ته وویل: "دا موندنه ښیي چې کیسې ویل د هغه څه په پرتله چې فکر کېده، د بشري تاریخ یوه پخوانۍ برخه ده."

د کشف لپاره د لیزرونو کارول

اوبرټ وايي چې په دې موندنو کې، څیړونکو یوه نوې طریقه په کوم کې چې د ډبرو د نقشې د جوړولو لپاره د لیزر او کمپیوټر سافټویر چې ډېره دقیقه، اسانه، چټکه او ارزانه ده، کارولې ده.

خو دا نوی انځور په ښه حالت کې نه دی او لامل یې هم روښانه نه دی. د دې انځور ډیری برخې د ډبرې څخه ورکې شوې دي. اوبرټ وویل: "دا روښانه نده چې دوی (په انځور کې خلک) څه کوي."

اوبرټ اټکل کوي چې دا انځور د انسانانو د لومړۍ ډلې لخوا جوړه شوې وې،‌ کوم چې شاوخوا ۶۵ زره کاله وړاندې د جنوب ختیځ اسیا څخه اسټرالیا ته راغلي وو.

داسې انګیرل کیږي چې انسانانو ۳۰۰ زره کاله مخکې په افریقا کې ظهور او وده کړې ده. تر دې موندنو مخکې د انسانانو تر ټولو پخوانۍ انځور د «زمري» په نوم یو انځور ګڼل کېده، چې په جرمني کې موندل شوې وه او لرغونتوب یې ۴۰ زره کاله یاد شوی و، خو په اندونیزیا کې د دې نوې انځور موندل دغه ریکارډ مات کړ. اوس مهال، دغه انځور د انسانانو لخوا جوړ شوی ترټولو پخوانی انځور ګڼل کیږي.