د لاس رسي وړ اتصالات

د بودا یوه چیني مجسمه په فرانسه کې لیلام ته وړاندې کیږي


په پاریس کې د بودا یوه چیني نادره مجسمه لیلام ته وړاندې کیږي. دا مجسمه، چې د یو فرانسوي په کور کې موندل شوې او د هغه ټولګې یوه برخه ده چې ګمان کیده ورکه شوې وي، اټکل کیږي چې په یو میلیون یورو به وپلورل شي.


د "بانمز" د لیلام خونې په وینا، د لرګیو څخه دغه جوړه شوې خورا نادره مجسمه چې د بودا مذهبي اثر دی، لرغونتوب یې ۱۲ او ۱۳ میلادي پیړیو ته رسیږي.

دا مجسمه چې لوړوالی یې څه دپاسه یو متر دی، وروستی ځل په ۱۹۳۰ لسیزه کې د پاریس ښار په څنډه بولون کې په یوې کورنۍ پلورل شوې وه. دا کورنۍ غواړي چې نوم یې پټ پاتې شي.

ددې مجسمې په څیر لویې مجسمې چې ټاکل شوې لیلام ته وړاندې شي په اصل کې د بودایي معبدونو لپاره جوړیدلې.

د "بانمز" د لیلام خونې د چیني هنر د څانګې مشرې کارولین شولټن وویل، هغه کورنۍ چې اوس مهال د دې مجسمې څښتنه ده د هغه ددې مجسمې له ارزښت څخه ناخبره وه چې ورته وویل شول چې بیه یې اټکل کړي.

شولټن وویل، دا مجسمه، چې په کورنۍ کې له یو نسل څخه بل نسل ته انتقال شوې، په یو شخصي کور کې ساتل کیده.

د "بانمز" د لیلام خونې په وینا، ښایي په نړۍ کې یوازې د ګوتو په شمار داسې اثار پاتې وي، چې ډیر یې په موزیمونو کې دي.

شولټن وویل: "دا یو له ډیرو کمو اثارو څخه دی چې پاتې دي، نو پدې خاطر ډیر امکان لري چې دا ډول نورې لرغونې ټوټې لاهم په فرانسه کې یا ښايې په بلجیم یا سویس کې وي."

شولټن زیاته کړه چې ښایي د دې مجسمې پلور یا اعلانونه به د دې لامل شي چې ډیر خلک خپلو کورونو ته متوجه شي او پوه شي چې "موږ هم دا څیره لرو."

XS
SM
MD
LG