پر ټرمپ برید ته د نړۍ د مشرانو غبرګونونه

پخوانی ولسمشر ټرمپ له برید وروسته

د نړۍ مشرانو او حکومتونو په انتخاباتي غونډه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په هڅه کې د هغه د ټپي کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلي دي او دا یې د ولسواکۍ ضد کار بللی دی.

د نړۍ د هیوادونو ولسمشرانو او صدراعظمانو په نړیواله کچه د سیاسي تاوتریخوالی په وړاندې خبرې کړي او په متحده ایالاتو کې د شنبې د ورځې په ډزو کې د یو تن وژل شوي او دوو تنو ټپي شويو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ جولای ۱۳ (سرطان ۲۳) په سیمه‌ییز وخت له غرمې وروسته په داسې حال کې په سر ټپي شو چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلوپلویانو ته وینا کوله.

واتیکان د یکشنبې په ورځ جولای ۱۴ (سرطان ۲۴) د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅه په کلکه وغندله او په ډموکراسي‌ باندې یې د داسې برید په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

واتیکان په یو بیان کې وویل: "دا سپیڅلی مقام د تېرې ورځې د تاوتریخوالي له پیښې څخه وروسته خپله اندیښنه څرګندوي چې خلک او ډموکراسي یې زیانمن کړل او د مرګ او ژبلې لامل شو."

د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا ون دیر لین ویلي چې د برید له کبله یې "ژور ټکان" خوړلی او زیاته کړې یې ده: "په ولسواکۍ کې سیاسي تاوتریخوالی ځای نه لري."

د جرمني‌ صدراعظم اولاف شولز دغه برید د "کرکې وړ" بللی او ویلي یې دي "دا ډول تاوتریخوالی ولسواکي ګواښي."

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون دغه برید ته په غبرګون کې ویلي چې دا "زموږ د ولسواکۍ لپاره غمیزه ده" او زیاته کړې یې ده "فرانسه د امریکا د ولس په دې شوک او غوصه کې شریک دی."

روسیې پر ټرمپ باندې برید ته په غبرګون کې له اوکراین څخه د متحده‌ ایالاتو پوځي ملاتړ ته په اشارې له امریکا غوښتي "چې نفرت ته د هڅونې" پر پالیسيو باندې له سره غور وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي: "شاید دا به ښه وي چې دغه پیسې د امریکا د پولیسو او نورو هغو خدماتو د تمویل لپاره په مصرف
ورسول شي په متحده ایالاتو کې قانون او نظم تضمینوي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو ویلي چې په ټرمپ باندې د برید له کبله یې ټکان خوړلی. نیتنیاهو لیکلي چې "زه او میرمن مې سارا د ټرمپ د خوندیتوب او عاجلې شفا لپاره دعا کوو.

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي پر دغه برید خواشیني ښودلې او د ټرمپ د ژر روغېدو هیله یې څرګنده کړې ده.

هغه ویلي: "دا ډول تاوتریخوالی هېڅ د توجیې وړ نه دی او د نړۍ په هېڅ برخه کې ځای نه لري. تاوتریخوالی باید هېڅکله بریالی نشي".


د چین جمهور رئيس شي جینپینګ له ټرمپ سره "خواخوږي او همدردي" څرګنده کړې او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې بیجینګ دا پیښه "له نږدې تعقیبوي".

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې پر "خپل ملګري" باندې د برید له امله ژوره اندېښنه لري او زیاته کړې یې ده "تاوتریخوالی په سیاست او ولسواکۍ کې ځای نه لري".

همدا شان د ارژنټاین،‌ برازیل، چیلي او کولمبیا په ګډون د امریکا د لویې وچې د یو شمیر هېوادونو مشرانو هم د متحده ایالاتو پر مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې برید غندلی او دغه پېښه یې د ولسواکۍ ضد اقدام بللی دی.

دغه راز د جاپان، فیلیپین او تایوان هېوادونو هم پر مخکني جمهور رئیس ټرمپ برید غندلی او په اړه یې خواشینې ښودلې ده.

د ټرمپ انتخاباتي‌ ټیم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د هغه روغتیايي وضعیت ښه دی او له پېښې سمدستي وروسته سیمه‌ییز روغتون ته د معایناتو لپاره وړل شوی دی.

په اعلامیې کې دا برید "ناوړه عمل" بلل شوې او د پولیسو او د قانون د تطبیق له ادارو مننه شوې چې په چټکۍ یې عمل کړی دی.