نړۍ له اسرائیل غوښتي چې په لبنان کې په سوله ساتو ځواکونو ډزې بندې کړي

د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد، متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ یو شمیر مشرانو جمعه اکټوبر ۱۱ (تلې ۲۰مه) د اسرائیل دفاعي ځواکونو څخه غوښتي چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو ځواکونو ډزې کول او هغوي ته د زیان رسول بند کړي.

د اسرائیل څخه دا غوښتنې وروسته تر هغه ډیرې شوې چې د لبنان – اسرائیل تر منځ په شمالي سرحد کې کې په یوې چاودنې کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو دوه غړي ټپي شول.

سره لدې چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو ځواکونو یو ماموریت سره نږدې یې په یو "خطر" ډزې کړي خو په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونو بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل په ډزو کې د دوي دوه غړي ټپي شوي چې دواړه یې د سري لانکا اتباع دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جعمې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې "بې له شکه" په لبنان کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو ځواکونو د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش او نړۍ نورو مشرانو بیا د اسرائیل دا بریدونه غندلي او په سمدستي توګه د بندیدو غوښتنه یې کړې.

ملګري ملتونه په لبنان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰ سوله ساتي ځواکونه لري چې د نړۍ د ۵۰ هیوادونو څخه دي. ماموریت یې د اسرائیل – لبنان تر منځ په ګډې پولې کې د امنیت ساتل او د شخړو مخنیوی دی.

د لبنان د حکومت په غوښتنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کال په کال د سوله ساتونکو ځواکونو ماموریت غځوي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون په سوله ساتونکو ځواکونو د اسرائیل بریدونه په "بشپړه توګه نه منل کیدونکي" بللي دي او د بهرنیو چارو وزارت یې بیا ددې هیواد لپاره د اسرائیل سفیر ورغوښتی و چې پدې هکله خپل اعتراض ورته څرګند کړي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ‍په "قصدي توګه" سوله ساتي ځواکونه هدف ګرځول د نړیوالو قوانینو څخه "جدي سرغړاونه" ده او په سمدستي توګه یې د بندیدو غوښتنه کړې.

ایټالیا پدې ځواکونو کې څه باندې ۱۰۰۰ سرتیري لري. د دې هیواد صدراعظم جورجیا میلوني د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې د اسرائیلي ځواکونو کړنه غندلې ده او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو څخه سرغړاونه یې بللي دي.