افغانستان په نړۍ کې تر ټولو 'ناخوښ هېواد وپېژندل' شو

افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ناخوښ هېواد وګڼل شو.

د ګالوپ د نړیوالې سروې په اساس، چې د خوښۍ او خوشحالۍ په اړه یې کړې او د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (حمل لومړۍ) خپره کړې، افغانستان په کې په نړۍ کې تر ټولو ناخوښ هېواد پېژندل شوی دی.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهېسې په نړۍ کې ناخوښ او ناخوشحال هېواد پېژندل کېږي.

فنلنډ بیا په نړۍ کې تر ټولو خوښ او خوشحال هېواد پېژندل شوی، دا اووم پرلپسې ځل دی چې فنلنډ په دې برخه کې لومړی مقام خپلوي.

په دغې نظر پوښتنې کې د ۱۴۰هېوادونو اوسېدونکي‌ پوښتل شوي، متخصصینو بیا دا پوښتنې ارزولي او دا نتیجه یې ترلاسه کړې ده. په هر هېواد کې تقریبآ ۱۰۰۰ کسان پوښتل شوي‌ او نظرونه یې اخیستل شوي دي.

د افغانستان تر څنګ لبنان، لشوتو، سرالیون، کانګو، زمبابوې، بوستوانا، مالاوې، استواتینې او زامبیا هم د دغې نظر پوښتنې په اساس د نړۍ ناخوښ هېوادونه پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر فنلنډ وروسته ډنمارک،‌ آیسلنډ، سویډن، اسرائیل، هالنډ، ناروې، لکزامبورګ، سویس او استرالیا هم د نړۍ خوښ هېوادونه ګڼل شوي.

دا خوښ او ناخوښ هېوادونه د تېرو دریو کالونو، ۲۰۲۱-۲۰۲۳، د نظر پوښتنو د اوسط په اساس ترتیب شوي.

د اسکندناوې هېوادونه بیا د نړۍ د خوښو هېوادونو په کتار کې ځای لري. په دغه جدول کې بریتانیا په شلم او متحده ایالتونه په دروېشتم نمبر کې دي.