د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند وايي د هغه مېرمن بشرا بي بي پنجشنبې اکتوبر ۲۴ (لړم دریمه) په زندان کې له نهو مېاشتو تېرولو وروسته خوشې شوې ده.
هغه د پاکستان د فبرورۍ میاشتې د ټولټاکنو وړاندې له عمران سره یو ځای زنداني شوې وه.
له دغو ټاکنو څو ورځې وړاندې بشرا بي بي او د هغې مېړه چې د حکومت مخالف مشر دی، د فساد او غیرقانوني واده کولو په جرم محکوم شوي وو. خو عمران خان دا قضیه له ټاکنو څخه د هغه د ایستلو هڅه بللې ده.
د غیرقانوني واده قضیه د استیناف په محکمه کې لغوه شوه او د بشرا بي بي د فساد سزا هم ځنډول شوې او هغې ته اجازه ورکړل شوې چې له اډیاله زندان څخه خلاصه شي چیرې چې عمران خان هم زنداني دی.
د بشرا بي بي په خلاف په یوه جلا دعوا کې د چهارشنبې په ورځ د هغې ضمانت وشو.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان ویلي، چې بشرا بي بي له خوشې کېدو وروسته په اسلام اباد کې خپل کور ته ستنه شوې ده.
هغه خبریالانو ته وویل: "هغه پر عمران خان باندې د فشار راوړلو لپاره په زندان کې ساتل شوې وه... زه د بشری بي بي په خوشې کیدو د پاکستان تحریک انصاف ټولو پلویانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، او موږ د خدای شکر ادا کوو."