د نجونو د تعلیم یوې فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسکار جایزو مراسمو په ۹۵مې دورې کې د افغانستان د پخواني شاه امان الله د میرمنې ملک ثریا غوږ والۍ په غوږ کړې وې.
د یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي امریکا غږ ته تائید کړه چې د اسکار جایزو په مراسمو کې په غوږو کړې ګوشوارې د فرد لیوتن شرکت جوړې کړي او د ۱۹۲۰ پیړۍ پورې اړه لري. ښاغلي یوسفزي زیاته کړه، " دا د ملکي ثریا والۍ وې چې هغې خپلې لور عابده بي بي ته ورکړې وې او داسې د هغې په نسل کې لاندې را روانې دې او خوندي پرتې دي".
تر اوسه دا نده څرګنده شوې چې ملاله یوسفزۍ دغه والۍ له کوم ځایه او څنګ ترلاسه کړي دي.
ملالې یوسفزۍ همدغه راز د الماسو یوه ګوته هم په لاس کړې وه چې دواړه یې د ۱۹۲۰ په لسیزه کې جوړې شوي او دواړه یې د افغانستان امان الله خان د میرمن ملکې ثریا طرزې پورې تړاو درلود.
ضیاء الدین یوسفزي همدارنګه امریکا غږ ته ویلي چې ملالې یوسفزۍ د ملکې ثریا د ګوشوارو په غوږ کولو سره غوښتل له یوې خوا په افغانستان کې د میرمنو د حقونو دې مبارزې ته درناوی څرګند کړي او له بل پلو په افغانستان کې د طالبانو لخوا په میرمنو په لګول شویو محدودیتونو او بندیزونو اعتراض څرګند کړي.
هغه زیاته کړه: "د دې تاریخي والو اچولو مقصدونه دوه دي. یو دا چې ملالې دا غوښتل د افغانستان یا پښتنو د تاریخ یوې ډیرې تکړه ښځې او ملکې ته درناوی وړاندې وکړي."
ښاغلي یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې ملکې ثریا د شلمې پیړۍ په دویمې لسیزې کې د میرمنو د تعلیم، کار، آزادۍ او خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړی و او هغه یې د هغه عصر یو "مهم کردار، لویه مبارزه، مبلغه او قهرمانه" یاده کړه.
یوسفزي زیاته کړه: "او بیا دې سره متضاد چې افغانستان کې د طالبانو د اوسني حکومت لخوا څه روان دي، چې جینکو ته د تعلیم حق نشته، د کار حق نشته، هغوي نه د نقل او حرکت حق اخیستل شوی او د افغانستان شل میلیونه ښځې د بنیادي حقونو څخه بیخي محرومې دي. هغه خوب چې د غازي امان الله خان و د ښځو لپاره یا د ملکې خوب و او دا نن چې په افغانستان کې څه روان دي دا دواړه حالته، د دې اظهار دغه والۍ پخپله خاموشه ژبه باندې کوي او زما په خیال دې یو ډیر طاقتور پیغام ورکړیدی."
۲۵ کلنې ملالې یوسفزۍ څه موده وړاندې امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي و چې نړۍ باید د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره لاس یو کړي.
یوسفزۍ ویلي و چې د افغانستان خلک، مسلمان هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د تعلیم او کار د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د دوی تر څنګ ودرېږي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو حقونه په دوامدار ډول محدود کړي، د نجونو پر مخ منځني او ثانوي ښوونځي تړل شوي، ښځې په حکومتي ادارو کې له کار کولو منع شوي او له نارینه محرم پرته لرې سفر کولو، پارکونو او سپورتي جیمونو ته نه پرېښودل کيږي.
د نوبل د جایزې ګټونکې او د ښځو د حقوقونو فعالې پر مېرمنو د طالبانو حکومت محدودیتونه «ریاکارانه» بللي او وايي، هیڅ مذهبي او کلتوري توجیه نلري.
ملالۍ زیاته کړې: "د دوی (طالبانو) د کړنو لپاره هیڅ مذهبي او کلتوري توجیه نشته، پر ښځو بندیزونه ریاکارانه او غیر اسلامي دي."
نوموړې د اسلامي نړۍ له عالمانو څخه غوښتي چې د طالبانو حکومت دغه پرېکړه وننګوي.