د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ښځو کتابتون د 'طالبانو د ګواښونو له کبله' تړل شوی


کابل کې د ښځو کتابخانه
کابل کې د ښځو کتابخانه

په کابل کې د ښځو د یو کتابتون مسؤلین وايي دغه کتابخانه تر څو میاشتو فعالیت وروسته د 'طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله' بنده شوې ده.

د دغه کتابخانې بنسټ ایښودونکې ژولیا پارسي د سې شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې دا کتابتون شاوخوا اووه میاشتې مخکې د ښځو حقوقو یو شمېر فعالانو لخوا د کابل ښار په پل سرخ سیمه کې جوړ شوی و.

اغلې پارسي زیاته کړه چې په دغه کتابخانه کې څه باندې ۶۰۰۰ جلده بېلابیل کتابونه موجود وو چې زیاته برخه مراجعین یې ښځې او نجونې وې.

پارسي زیاته کړه: "د طالبانو لخوا تر زیاتو ګواښونو وروسته موږ مجبوره شوو چې دغه کتابخانه بنده کړو.د جدې دوهمې تر اعتراض وروسته طالبانو هڅه کوله چې موږ ونیسي موږ وتښتېدلو او هغوی زموږ په لټه کې وو."

د دغې کتابخانې د بنسټ ایښودونکو زیاته برخه کې د ښځو د حقوقو هغه فعالانې وې چې په تېر یو نیم کال کې په کابل کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو حکومت د چلند او د ښځو د حقوقو د تامین په هدف یې اعتراضي حرکتونه تنظیم کړي و.

د ښځو د کتابخانې مسؤلینو پدې اړه یوې اعلامیې کې هم ویلي: "حاکمې ډلې چې په مختلفو حوزو کې پر ښځو کوم محدودیتونه وضعه کړي دي، د ښځو کتابخانې د فعالیت لپاره نوره فضاء مناسبه نه وه، طالبانو لږ تر لږه دوه ځله د ښځو پر کتابخانې هجوم ور وړی او هغه یې بنده کړې ده."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دا مهاله په کابل کې د ښځو د یادې کتابخانې د بندېدو او د دغې کتابخانې د مسؤلینو د څرګندونو په اړه څه نه دی ویلي، خو د افغانستان یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې د طالبانو حکومت دغه کتابخانه د «امنیتي ستونزو» له امله بنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بیا حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ځنډېدو، په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو بندېدو او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز او یو شمېر نورو ټولنیزو ازادیو د محدودیت په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې پدې وروستیو کې د ښځو د زده کړو ملاتړ په هدف د یو مدني حرکت په ترڅ کې په کابل کې پر خلکو په وړیا توګه کتابونه وېشل،طالبانو ونیوه او تر څو اونیو بند وروسته راپورونه وايي چې بېرته یې خوشې کړی دی.

XS
SM
MD
LG