افغانستان کې د شري ناروغۍ په زرګونو تازه پيښې ثبت شوي

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د فبرورۍ د میاشتې ترپایه له پنځه زرو او ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د شري واکسین اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تیر نومبر راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي او یوازې په تیرو دوو میاشتو کې ددې ناروغۍ ۷۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان د یکشنبې د ورځې ناوخته مارچ درییم ( کب۱۳) په یو راپور کې ویلي: " د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه په مجموعي ډول د شري اوه زره او ۱۷۹ مشکوکې پیښې او پر دغې ناروغۍ د مړینې ۲۹ پیښو رپوټ ورکړل شوی دی."

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د پنځه زره او ۷۰۰ څخه زیاتې پیښې چې د ټولو پیښو ۸۰ فیصده جوړوي د پنځه کلنو څخه ښکته عمر ماشومان پرې اخته شوي وو.

د سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په پراخه کچه د شري د ناروغۍ د خپریدو له امله په ترتیب سره د لومړي، دوییم، درییم او څلورم مقام اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د تیرکال د نومبر د میاشتې راهیسې په صعودي ډول د شري ناروغۍ حرکت ته په کتنې ویلي چې د ژمي د هوا سړیدل او د حفاظتي پروګرامونو نشتون کیدای شي ددې زیاتوالي لامل اوسي.

ددغه سازمان د وینا له مخې، د ۲۰۲۴ کال د مشکوکو پیښود شمیر اوسط ته د ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلنو پیښو ته په کتنې ښيي چې ددغې ناروغۍ د پیښو د خپریدو د کنټرول لپاره د هڅو سره سره په افغانستان کې د شري د ناروغۍ ګراف مخ په صعودي ډول مخ ته تللی دی.

دغه سازمان ویلي چې د شري د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې د خپلو نړیوالو همکارانو په ملتیا سره د شري د ناروغۍ پر وړاندې د واکسین پروړګرامونه هم تطبیق کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د فبرورۍ د میاشتې ترپایه له پنځه زرو او ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د شري واکسین اخیستی دی.

په دې شمیر کې د ۹ میاشتو څخه د ۵۹ میاشتو پورې له درې زرو او ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې د ننګرهار، کابل، بادغیس، ارزګان، غور او میدان وردک ولایتونو کې د شري واکسین اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تیر ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۵ زره د شري مشکوکو پیښو د ثبت او پر دغې ناروغۍ د ۶۴ کسانو مړینه ثبت کړې وه.

ددغه سازمان د راپور پر اساس د تیرکال د ټولو ثبت شویو پیښو شاوخوا ۱۸ زره یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان وو