روغتیا نړیوال سازمان: شاوخوا ۶۰۰ زره افغان ماشومان د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو په اړه راپورونه ورکړل شوي د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په دغه هیواد کې شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومانو ته د شري د ناروغۍ د مخنیوي د واکسین د تطبیق خبر ورکړی دی.

دغه سازمان په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې په مجموعي ډول ۳۱ زره او ۸۸۳ د شري مشکوکې پیښې ثبت شوي او هم پر دغې ناروغۍ د ۱۳۹ ماشومانو مړینه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددغو ټولو ثبت شویو پیښو ۸۰ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د کمې مودې ماشومان و. دغه سازمان ویلي چې پر دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو ۴۵ فیصده یې ښځې او نجونې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددې سره سره چې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې مخ په زیاتیدو دي، خو زیاته کړې ده چې په دې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر د تیر ۲۰۲۳ کال او د تیرو دوو کلنو د اوسط شمیر څخه زیات دی.

د ډبلیو ایچ او راپور کې ویل شوي چې د شري مشکوکې پیښې خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې په ترتیب سره د نورو ولایتونو پرتله ډیرې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي:" د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د لومړي چټک کمپاین په پړاو کې د نهو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ۹۰ زره او ۳۲۳ ماشومانو ته د ۱۲ ولایتونو (میدان وردک، بامیان، پروان، پنجشیر، ارزگان، پکتیا، پکتیکا، غزني، بغلان، نورستان، سمنگان او بادغیس) په ۲۵ ولسوالیو کې د شري واکسین تطبیق شو. په دې توګه د نهو میاشتو څخه تر ۵۹ پورې عمرلرونکي ماشومان واکسین شو او دا شمیر په دوو پړاونو کې ۵۹۳ زره او ۵۹۲ ماشومانو په ۲۵ ولایتونو کې رسیږي".

ماشومانو ته د شري د واکسین سربیره د روغتیا نړیوال سازمان ۲۰۶ تنه د شري د ناروغۍ د ناروغانو څخه د نمونو د راټولولو، ذخیره کولو او د نمونو د انتقال په برخه کې په مرکزي، لودیځ او جنوبي زونونو کې روزلي او هم یې د شري د ناروغۍ د مدیریت لپاره ۱۲۶ کڅګوړې په ټول افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو کې ویشلي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت لا تراوسه د روغتیا د نړیوال سازمان ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د شري ناروغۍ د پیښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د کلکو وقایوي اقداماتو په اړتیا باندې ټینګار کړی وو.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان مۍ ۱۵( ثور۲۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه سازمان ډاکټرانو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې په هغه روغتیایي مرکزونو کې چې د دغه سازمان له خوا اداره کیږي د شري په پیښو کې زیاتوالی لیدلی، چې ډیر پکې واړه او تنکي ماشومان اغیزمن شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي: " په افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ پېښې ثبتېږي، خو سږ کال په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د دې ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ و".

دغه سازمان ټینګار کړی :" زموږ وړاندیز دادی چې په افغانستان کې د واکسین عمر وغځول شي او هغه ماشومان چې شپږمیاشتي لري او له واکسین څخه پاتې دي او اوس مهال په غیر متناسب ډول اغیزمن شوي دي ترپوښښ لاندې ونیول شي".

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د طبي برخې همغږي کوونکی ډاکټرپیکس اوهیراګي ویلي: "زموږ اصلي لومړیتوب د ناروغانو درملنه ده، مګر دا کافي ندي او د شري خپریدو د مخنیوي او دغه ناروغۍ سره د مبارزې غوره لاره ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکول دي.

دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر دمیاشتې راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي او یوازې د روان ۲۰۲۴ کال په دوو لومړیو میاشتو کې ددې ناروغۍ ۷۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان د مارچ درییم ( کب۱۳) په یو راپور کې ویلي: " د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه په مجموعي ډول د شري اوه زره او ۱۷۹ مشکوکې پیښې او پر دغې ناروغۍ د مړینې ۲۹ پیښو رپوټ ورکړل شوی دی."

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د پنځه زره او ۷۰۰ څخه زیاتې پیښې چې د ټولو پیښو ۸۰ فیصده جوړوي د پنځه کلنو څخه ښکته عمر ماشومان پرې اخته شوي وو.

د سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په پراخه کچه د شري د ناروغۍ د خپریدو له امله په ترتیب سره د لومړي، دوییم، درییم او څلورم مقام اخیستی وو.