سپینې ماڼي جمعه جنوري ۲۶ (سلواغې ۶) د دې هیواد الباما په ایالت کې د نایتروجن ګازو په وسیله د یو تن په اعدام کیدو "ژوره اندیښنه" وښوده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په خبري کنفرانس کې وویل چې د اعدام په سزا ورکولو کې د نایتروجن ګازو څخه کار اخیستل، "زمونږ لپاره تکلیف ورکوونکی دی. مونږ پرې ژوره اندیښنه لرو".
د متحده ایالاتو د حکومت تر څنګ ملګرو ملتونو او اروپایې اتحادیې هم پدې بڼه د یو تن اعدام کول غنددلي دي.
د متحده ایالاتو د الباما په ایالت کې د کینیت سمیت په نامه یو تن چې ۵۸ کاله عمر یې درلود او د قتل په تور محکوم شوی و، د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ پداسې بڼې اعدام شو چې پوزې ته یې ماسک اچول شوی و او پدې ماسک کې د نایتروجن ګاز پمپ شوي و چې له کبله یې د هغه سا بنده شوه.
دا په متحده ایالاتو کې لومړی ځل وی چې یو تن پدې بڼه اعدامیږي.
خو د الباما ایالت لوی څارنوال سټیف مارشال چې د متحده ایالاتو په جنوب لویدیځ کې پروت، د جمعې په ورځ د دې پریکړې دفاع وکړله او ټینګار یې وکړ چې اعدام په مسلکي توګه اجرا شو.
ښاغلي مارشال پدې هکله په خبي کنفرانس کې وویل، "مونږ به یقیناً د الباما په ایالت کې د نایتروجن ګازو په وسیله نور اعدامونه هم ولرو. زما په ګمان چې دا شمیر ۴۳ دی خو په روان کال کې دا ډول اعدام په مهال ویش کې نلرو".
یو خبري اژانس د دې اعدام په هکله په راپور کې ویلي، "وروسته تر دې چې د سمیت په پوزې تړل شوي ماسک ته نایتروجن ورخوشې شي، هغهد دوو څخه تر پنځو دقیقو پورې چورلیدل او په زور د شیانو وهل پیل کړل او بیا یې د پنځو دقیقو لپاره په زور سره سا اخیستل پیل کړل".
کینیت یوجین سمیت ۵۸ کلن وو او د کلیسا د یو مشر د ښځې د وژلو په قضیه کې درې لسیزې وړاندې په اعدام محکوم شوی وو. د چارواکو په خبره، هغه تېر ماښام په ځايي وخت ۸:۲۵ بجې د الاباما ایالت د اتمور ښار په هولمن زندان کې اعدام شو.
په متحده ایالاتو کې له دې وړاندې په ۱۹۹۹ کې یو کس د ګازو په وسیله اعدام شوی و، چې پکې د هایدروجن سیانایډ ګاز کارول شوي و.
په متحده ایالاتو کې په ۲۰۲۳ کې، ۲۴ کسان اعدام شوي، چې پر ټولو د زهرو پیچکارۍ تطبیق شوي دي.
الاباما د متحده ایالاتو په هغو دریو ایالتونو کې شامل دی چې د نایتروجن هایپوکسیا په وسیله د اعدام طریقه یې تصویب کړې ده. دوه نور ایالتونه اوکلاهوما او مسیسیپي دي.