د واګنر د مشر پریکوژین مړینه په رسمي توګه تائید شوه

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي ۵) وویل چې د تیرې چهارشنبه په ورځ د الوتکې غورځیدو په پیښه کې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژن مړینه په رسمي توګه د جنیټیک یا وراثت د تحلیل او تجزیې له مخې تائید شوې ده.

د پلټنو د کمیټې ویاندې سویتلانا پیټرینکو وویل: "د تویر په سیمه کې د الوتکې د غورځیدو په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه مالیکولي جنیتیک ازموینې بشپړ شوي دي."

میرمن پیټرینکو زیاته کړه: "د [ازموینو] د پایلو پراساس، د ټولو ۱۰ قربانیانو هویت معلوم شوی، او د الوتنې د مسافرو د لست سره مطابقت لري."

د واګنر ډلې د مشر الوتکه د تیرې چهارشنبې په ورځ پوره دوه میاشتې وروسته له هغه وغورځیدله چې پریګوژین د مسکو د لوړ پوړو مقاماتو په وړاندې بغاوت وکړ؛ هغه پاڅون چې ځنې کارپوهان یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین واکمنۍ ته ترټولو لوی ګواښ ګڼي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ له نږدې ۲۴ ساعتونو چوپتیا وروسته د دغې پېښې د ټولو قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ښاغلي پوتین دا پېښه یوه تراژیدي وبلله او ویې ویل: "لومړی غواړم د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګند کړم." هغه زیاته کړه: "ما پریګوژین د ۹۰مې لسیزې له لومړیو راهیسې پېژانده. هغه یو پېچلی برخلیک درلود او په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې، خو سمې لاسته راوړنې یې هم درلودې."

مسکو ته نږدې د نسکورې شوې الوتکې د وژل شویو کسانو په منځ کې دیمتري اوتکین هم و. نوموړي هغه پټ شخصیت و چې د واګنر ډلې عملیات یې پرمخ وړل او ظاهرا یې د روسیې په پوځي استخباراتو کې دنده ترسره کوله.

داسې ګنګوسې شته چې کرملین ښایي په دې پیښه کې دخیل وي، خو کرملین د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د واګنر د مشر یوګیني پریګوژین د وژلو امر یې کړی و.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "د الوتکې د نسکوریدو او د یوګیني پریګوژین په ګډون د مسافرینو د غمجنې مړینې په اړه ډیر اټکلونه شته."

پیسکوف زیاته کړه: "البته چې په غرب کې دا قیاس له یوې ځانګړې زاویې څخه وړاندې کیږي. دا ټول مطلق درواغ دي."
پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د پریګوژین په جنازه کې ګډون وکړي که نه، وویل چې لومړی باید اوږدې پلټنې بشپړې شي.

خو د کرملین ویاند ویلي چې "د ولسمشر کاري مهالویش د اوس لپاره ډېر بوخت دی."