د اتمانزيو جرګې شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پرضد احتجاج ته دوام ورکړی

د اتمانزيو جرګې مشرانو دا احتجاج د سپټمبر پر ۳۰ پيل کړی او ادعا کوي چې حکومت او امنيتي ځواکونه په سيمه کې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي او له دوی سره يې کړې ژمنې نه دې عملي کړي.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي سيمه کې د اتمانزیو جرګې نن د اکتوبر پر دويمه (تله ۱۱) د ناامنۍ پرضد خپل احتجاج ته دوام ورکړی او د بنو او غلام خان بندر تر منځ يې غځېدلی سړک د ترافيکو پرمخ تړلی دی.

د اتمانزيو جرګې سر له نن څخه د ښوونځيو او لېسو تر څنګ د پوهنې، د شناختي کارت او پاسپورټ او نورو دفترونو د بندولو اعلان هم کړی دی.

د جرګې مشرانو دا احتجاج د سپټمبر پر ۳۰ (تله ۹) پيل کړ او ادعا کوي چې حکومت او امنيتي ځواکونه په سيمه کې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي او له دوی سره يې کړې ژمنې نه دې عملي کړي.

د اتمانزيو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) ناوخته رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ويلي چې حکومت د امنیت د ټینګښت ژمنه ورسره کړې وه خو د هغه په وينا، ناامني نوره هم زياته شوې ده.

نوموړی زياتوي: "موږ له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې امن لښکر جوړ کړی او له حکومت سره مو مذاکرات کړي دي او پر موافقو باندې دواړو خواوو لاسليکونه کړي دي. خو د حکومت له خوا د امن اقدامات په بشپړه توګه د ولس خلاف دي او د ترهګرۍ پر ضد د دوی هيڅ اقدام نه شته. موږ اخر کار مجبور شو چې د وزيرستان سړکونه وتړو او ټولې سرکاري او غير سرکاري ادارې بندې کړو."

دا تر هغه وروسته ده چې د سپټمبر پر ۲۴ (تله ۳) سهار مهال د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې پر مهال د سبزۍ، مېوو او څارویو پر منډیۍ توغندي ولګېدل چې لسګونه څاروي، چې اکثريت يې غواوې او مېښې وې، ژوندي وسوځېدلې او له منځه لاړې. بلخوا په دغه سیمه کې يوشمېر دوکانونه هم وسوځېدل چې دوکاندارانو او سوداګرو ته يې د ميليونونو روپيو زيان واړاوه.

د دغې سيمې يو شمېر خلکو ويلي چې د پاکستان پوځ د ميرلي پر منډيۍ د هاوان مرمۍ واورولې چې له امله يې اور بل شو او هرڅه يې وسوځول، خو پوځ لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی البته د شمالي وزيرستان ځينو حکومتي چارواکو ويلي چې اغېزمنو کسانو ته به د رسېدلي زيان بدله ورکوي.

د اتمانزیو جرګې تر دې وړاندې هم په سیمه کې د ناامنۍ خلاف پرلتونه، جرګې او احتجاجې مظاهرې کړې او لارې يې بندې کړې دي. دوی د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه نیول، د ۲۰۱۴ کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته تاوان ورکولو او د سيمې په وسايلو کې ځايي ولس ته د ونډې ورکولو غوښتنې کوي.

په دا وروستيو کې، د اګست پر ۲۵ (وږی ۴) د شمالي وزيرستان په ميرلي کې زرګونو کسانو د هدفي بريدونو او ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې وه. د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او سازمانونو د مشرانو او غړيو ترڅنګ د اتمانزيو جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو هم ګډون کړی وو.

هغې احتجاجي غونډې ته د ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا وياند جمال داوړ ويلي وو چې وسلوال راشي، خلک ووژني او پر خپله مخه ولاړ شي خو د هغه په وينا "پر هر شپږ فټه وروسته ولاړ" امنيتي سرتېري يې نه شي نيولای.

نوموړي زياته کړې وه: "د پاکستان پوځ دعوه کوي چې موږ د دنيا اول نمبر پوځ يو. خو امنيتي کارکوونکي شپږ کسان په نظر کې نه شي ساتلی. نو له دې دا معلومېږي چې پر دې خاوره او دې وطن باندې امن د رياست په ترجيحاتو کې نه دی."

تر هغه وړاندې، د اتمانزيو جرګې مشرانو د اګست پر ۱۵ (زمري ۲۵) په میرلي کې د امنیت د ټینګښت او نورو غوښتنو لپاره د "امن پاڅون" په نامه لاریون کړی وو او هلته يې د غاز غځېدلې نلليکه د احتجاج په توګه پرې کړې وه.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.

په عين حال کې د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) محمد یوسف کریم د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) رسنيو ته وويل چې د اتمانزيو جرګې له خوا د دولتي دفترونو بندولو عمل یو "ترهګر" اقدام دی او په دولتي چارو کې "لاسوهنه" ده چې د شمالي وزیرستان د "ناامنۍ" سبب ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې هغه د شمالي وزيرستان ټولو دفترونو ته ليکونه لېږلي او پولیس او امنیتي ادارو ته يې ویلي دي چې د دولتي دفترونو د خوندي ساتلو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

يوسف کريم وايي چې له احتجاج کوونکو سره يې په وار وار خبرې کړي او هغوی ته يې د امنيت ډاډ ورکړی دی چې پوځ او پوليس د امنيت ټينګولو لپاره اقدامات روان کړي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د شمالي وزيرستان انتظاميې تېر کال او سږ کال د اتمانزيو جرګې له مشرانو سره څو ځلې مذاکرات وکړل او د جرګې په وينا چې چارواکو هغوی ته د امنيت په ډاډ ورکولو سره پر سټامپ پېپر (رسمي کاغذ) ليکلې ژمنې ورسره وکړې.