یواس ايډ: د پاریس نندارتون کې مو د افغانستان سلګونو کیلو زعفرانو پلورلو ته زمینه برابره کړې

د امریکا متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره وايي چې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته یې هم د غیر حکومتي ادارو له لارې په دغه هیواد کې خپلو پروګرامونو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره (USAID) وايي د افغانستان د زعفران تولیداتو ته د بازار موندنې د هڅو په لړ کې د پاریس په نړیوال نندارتون کې په لوړه کچه د زعفران د پیرولو لپاره پیرودونکي هڅولي دي.

یواس ایډ د دوشنبې د ورځې ناوخته ورځ نومبر څلورم (لړم ۱۴ ) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو هڅو په لړ کې یو لوی پیرودونکي په کال کې د ۶۰۰ کیلو افغان زعفرانو د پیرولو سفارش ورکړی دی.

یواس ایډ د معلوماتو پر اساس د دغه سفارش ارزښت له یو میلیون ډالرو څخه زیات دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې ویلي: " د USAID ستراتیژیک ملاتړ د پاریس ۲۰۲۴ نندارتون کې یوه مهمه لاسته راوړنه ترلاسه کړه: یو لوی پیرودونکي په کال کې د ۶۰۰ کیلو افغان زعفرانو سفارش ورکړ. دا سفارش چې د پلور کلني ارزښت یې ۱۰۷۰۰۰۰ ډالرو ته رسیږي، د افغان زعفرانو مقام لوړوي او په هیواد کې د افغانانو معیشت ښه کوي."

پاریس کې نړیوال نندارتون د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د ۳۰ څخه د اکتور تر ۳ پورې جوړ شوی وو.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره په افغانستان کې یې د افتونو د مدیریت د هراړخیز پروګرام له لارې د هرات په ولایت کې د زعفران تولیدونکو ټولنو او بزګرانو سره ددغه طبي نباتي توکي د تولید د کچې په لوړولو په برخه کې کار کوي.

دغې ادارې اکتوبر ۲۱( تلې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې په افغانستان کې یې د افتونو د مدیریت د هراړخیز پروګرام له لارې د هرات په ولایت کې د زعفرانو څه باندې ۱۰زره کروندګر روزلي دي، چې ۳۴۵۴ یې ښځې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې لیکلي:" . د آفاتو د دوامدار مدیریت په زده کولو سره دا کروندګر کولی شي د اروپا او امریکا بازارونو معیارونه پوره او ګټور نړیوال بازارونو ته خپل لاسرسی پراخ کړي."

زعفران کرکیله لومړي د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې نږدې دوه لسیزې دمخه پیل شوه چې اوس یې کرکیله ددغه هیواد اکثرو ولایتونو ته غځیدلې ده. د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ۲۱ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوی وو، چې زیاته برخه یې د هرات په ولایت کې تولید شوی وو.

د افغانستان زعفران د ذایقې له مخې نړیوال شهرت لري او د روان ۲۰۲۴ کال په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې ادارې له خوا د افغانستان زعفران په یوه نړیواله سیالۍ کې په پرله پسې ډول د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکی زعفران په توګه اعلان شوي دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) رسنیو ته په استول شویو ویډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته صادر کړی دی.

افغانستان کې زعفران د کوکنارو د کښت د یو بدلیل کښت په توګه پیژندل کیږي، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په دغه هیواد کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کوکنارو پر کښت باندې د بندیز وورسته یو زیات شمیر ولایتونو کې بزګرانو د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده.

افغان سوداګر وايي چې بهرنیو هیوادونو ته افغانستان د تولیداتو د صادرولو په برخه کې د پخواني جمهوري رژيم پر مهال هوايي دهلیزونو له لارې د توکو د لیږد د مصرف په برخه کې سهولتونه ورکول کیدل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته سوداګرو ته دا سهولتونه نه ورکول کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (USAID) په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته هم د غیر حکومتي ادارو له لارې په دغه هیواد کې خپلو پروګرامونو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.

دغه اداره وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانود بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې په پام وړ ډول بشري اړتیاو زیاتیدل، د زده کړو او بیان د ازادۍ په ګډون په پرله پسې ډول بشري حقونو په برخه کې د ګواښ سره د افغانانو مخ کیدل، اړینو خدمتونو ته لاس رسی په خطر کې اچول، محدود فرصتونه او په ټولنه کې افغان میرمنې او نجونې او نور څنډې ته شویو ډلې له بشپړ ګډون څخه منع کولو د ګواښونو او ننګونو سره سره د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره افغانانو سره مرستو ته ژمنه پاتې شوې ده.

یو اس ایډ ویلي چې په افغانستان کې تر ډیره د افغانانو اساسي اړتیاو د پوره کیدو، بدلیل معیشت ، کرهڼې، روغتیا او پوهنې په برخو کې کار باندې تمرکز کوي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو شریکانو په ملتیا د افغانانو ته د خوړو د برابرولو،بدیل معیشت په برخه کې د فرصتونو چمتو کولو، اړینو روغتیايي خدمتونو،اوبو، د حفظ الصحې په برخه کې خدمتونو برابرولو د افغانانو اړتیاو د پوره کولو په برخه چې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او د کرونا وبا څخه زیږیدلي ستونزې دي هم کار کوي.