سپینې ماڼۍ د سه شنبې په شپه د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې په دې هېواد کې یې پوځي بیړنی حالت لغوه کړ.
د رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د ویاند په حواله ویلي: "دیموکراسي د امریکا او د جنوبي کوریا ترمنځ د یووالي بنسټ دی او متحده ایالات به وضعیت له نږدې څاري."
د جنوبي کوریا ولسمشر د سه شنبې په ورځ، دسمبر درېیمه، په داسې حال کې پوځي بیړنی حالت اعلان کړ، چې د هغه مخالفین د پارلمان کنټرول په لاس کې لري.
نوموړي د دولت ضد ځواکونو د ځپلو ژمنه وکړه، خو څو ساعته وروسته پارلمان په یوه ځانګړې غونډه کې چې ۱۹۰ غړو په کې ګډون کړی و، د بیړني حالت د لغوه کولو پرېکړه وکړه. د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې، پارلمان حق لري چې د رایو په اکثریت سره د پوځي حکومت پرېکړې لغوه کړي.
د دې پرېکړې په تعقیب، ولسمشر یون سوک یول اعلان وکړ چې په هېواد کې یې پوځي حالت رسماً لغوه کړی دی.
په ورته وخت کې د پوځي بیړني حالت د لغوه کېدو څو ساعته وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر کیم یونګ هیون له خپلې دندې استعفا وکړه او له خپلو هېوادوالو یې بخښنه وغوښته.
د سویلي کوریا د دولتي خبري اژانس یونهاپ په حواله، کیم یونګ هیون په یوه بیان کې ویلي: "زه د پوځي بیړني حکومت د امر او د رامنځته شوي ګډوډي له امله خواشینی یم او بشپړ مسؤلیت یې پر غاړه اخلم. ما د دفاع وزارت له مقام څخه خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه."
دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې د جنوبي کوریا د ولسمشر لخوا د پوځي حکومت له اعلان وروسته، په سیول کې د ولسمشر یون سوک یول د لیرې کولو لپاره لاریونونه پیل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په جنوبي کوریا کې د پوځي بیړني حالت د لغوه کولو هرکلی وکړ. هغه ویلي: "د امریکا تمه دا ده چې شخړې او مخالفتونه باید د قانون د حاکمیت پر بنسټ او په سولهییز ډول حل او فصل شي."
په ورته وخت کې، د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړ، چې د مظاهرو له سیمو څخه لرې و اوسي. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو، کله چې د جنوبي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي بیړنی حالت اعلان کړ، خو د پارلمان د مخالفت له امله یې دغه پرېکړه بېرته واخیسته.
له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل و، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلان شو.
په جنوبي کوریا کې د متحدو ایالتونو ۲۸۵۰۰ پوځیان میشت دي، چې دغه هېواد د شمالي کوریا له اټومي ګواښونو څخه خوندي کړي.
په ورته وخت کې، د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونو د شمالي کوریا غبرګون راپارولی، چې دغه تمرینونه د یرغل لپاره د چمتووالي هڅې ګڼي او په ځواب کې د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینې ترسره کړې دي.