متحدو ایالتونو په جاپان کې د خپلې قومندانۍ د پراخېدو طرحه اعلان کړه او وايي چې دا کار به د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ روابط نور هم ژور کړي. واشنګټن او توکیو چین "په سیمه کې تر ټولو لویه ستراتیژیکه ننګونه" بولي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اړه له خپلو جاپاني سیالانو سره مذاکرات وکړل او تر مذاکراتو وروسته دا پرمختګ اعلان شو.
استن له جاپاني مقاماتو سره تر خبرو وروسته وویل چې متحده ایالتونه به په دغه هېواد کې خپل پوځي ماموریتونه او عملیاتي مسئولیتونه هم ډېروي.
نوموړي وویل چې دا به په جاپان کې د امریکا د قومندانۍ له ایجاد وروسته په دغې قومندانۍ کې تر ټولو لوی بدلون او «د امریکا او جاپان په ۷۰ کلنو پوځي اړیکو کې لوی پرمختګ» وي.
د دواړو هېوادونو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې به د یوې مشترکې قومندانۍ د ایجاد لپاره د دغې قومندانۍ جوړښت د جاپان د طرحو په اساس وي.
دا نوې طرحې د هغوی اقدماتو څخه شمېرل کېږي چې دواړه هېوادونه یې د چین د بېلابېلو ګواښونو له کبله «مخ په رادبره کېدونکي امنیتي ماحول ته د رسېدو» لپاره کوي.
دواړو هېوادونو په اعلامیې کې «د چین په سویل او ختیځو اوبو کې د بیجینګ په پاروونکي چلند، له روسیې سره په ګډو پوځي تمریناتو او د اتومي وسلو په چټکې پراختیا» باندې انتقاد کړی دی.
د جاپان او متحدو ایالتونو وزیرانو ویلي دي چې «د چین بهرنۍ تګلارې په نړیوال نظم کې د بدلون په لټه ده او دا کار په هر قیمت د چین په ګټه» دی. دوی وايي چې د چین دا رویه د متحدینو او نړیوالې ټولنې د «ډېرې اندېښنې» سبب شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
بیا هم د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې په جاپان کې یې د پوځي اډې پراخول د چین د ګواښونو له کبله نه، بلکې د لا اغیزناک کار لپاره د متحدینو د لیوالتیا او نژدې همکارۍ له کبله دي.
په جاپان کې د امریکا په پوځي اډې کې د متحدو ایالتونو ۵۴۰۰۰ عسکر او سلګونه الوتکې ځای په ځای دي او له پراخېدو وروسته به یې یو امریکايي جنرال مشري په غاړه واخلي.