امریکا منځني ختیځ ته زرګونه سرتیري استوي

آرشیف

د متحده ایالاتو دفاع وزارت دوشنبه سپټمبر ۳۰ ( تلې نهمه) ویلي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي چارو قوي کولو او د اړتیا په صورت کې د اسرائیل دفاع په خاطر سیمې ته زرګونه اضافي سرتیري استوي.

د پنټاګان د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ په خبري کنفرانس کې ددې سرتیرو د استولو پریکړې په هکله نور جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې د جنګي جیټ الوتکو د څو ډلیګو پرسونل به پکې برخه ولري.

میرمن سینګ ویلي چې د پرسونل تر څنګ جنګي جیټ الوتکې او نورې نظامي الوتکې هم منځني ختیځ ته استول کیږي.

سره لدې چې د پنټاګان د پلان له مخې د امریکا دا سرتیري او پوځي وسایل د همدې نیټې په شاوخوا کې سیمې ته استول کیدل چې د پخوانیو نظامي وړتیاوو پر ځای ترې کار واخیستل شي او زاړه وسایل او پرسونل بیرته متحده ایالاتو ته ستانه کړل شي خو د کړکیچ ډیروالي له کبله امریکا پریکړه کړې چې هم به زاړه او هم به نوي وسایل هلته پاتې شي.

متحده ایالات وار د مخه د سیمې یو شمیر هیوادونو کې نظامي اډې لري چې سرتیري او وسایل پکې پراته دي خو تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې امریکا د اسرائیل ددفاع او ځینو هیوادونو ته د خبرداري په توګه سیمې ته تازه سرتیري او اضافي وسایل استولي دي.

خو د تازه نظامي پرسونل او وسایلو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د اسرائیل پوځ په لبنان کې د حزب الله په ډلې بریدونو ته زور ورکړی او همدې تیرې جمعې په ورځ یې په هوایي برید کې د دې ډلې مشر حسن نصرالله او نور ګڼ شمیر جګپوړي غړي ووژل.

د پنټاګان د ویاند مرستیالې دا هم وویل چې نوې جنګي جیټ الوتکې به د تخلیې په برخې کې مرسته ونکړي، بلکې یوازې په سیمې کې د متحده ایالاتو د نظامي پرسونل خوندیتوب لپاره استول کیږي.

اسرائیل په وروستیو ورځو کې په لبنان کې پر هغه څه باندې هوايي بریدونه زیات کړي چې د سوریې، یمن او عراق په ګډون په سیمه کې "د مقاومت محور" بلل کیږي.

پداسې حال کې چې د غرب سره ویره وه، په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته ښایي، ایران او ګوډاګي ځواکونه یې په اسرائیل برید وکړي چې متحده ایالاتو د همدې اندیښنې له کبله سیمې ته اضافي وسایل واستول خو لا ایران او متحدې ډلې یې غلې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تازه ویلي چې د اسرائیل سره د جګړې لپاره لبنان یا غزې ته ځواکونه نه لیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د اضافي یا رضاکارو ځواکونو لیږلو ته اړتیا نشته." هغه زیاته کړه چې فلسطیني خاوره "ددې ظرفیت او توان لري چې د یرغل په وړاندې خپله دفاع وکړي."

بل خوا ایراني سرچینو ویلي چې ددغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ حسن نصرالله ته د دعا لپاره په تهران کې د حزب الله دفتر ته ورغلی دی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي چې د عمده پرېکړو مسئولیت لري، هم خبرداری ورکړی چې د حسن نصرالله وژنه به "بې ځوابه" پاتې نشي او د ایران مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف ویلي چې د حسن نصرالله وژنه به د اسرائیل د "تباهۍ" لامل شي.

ایران همدارنګه ددغه هېواد د انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو د قوماندان عباس نیلفوروشان د وژل کېدو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی. نوموړی د حسن نصرالله سره یو ځای وژل شوی دی.