امریکا وایي لبنان کې د مخابرو په چاودنو کې یې لاس نه درلود او له وړاندې خبر هم ترې نه و

Lebanon Israel Pagers Exploding

متحده ایالات وایي په لبنان کې د هغو مخابرو په چاودنو کې یې لاس نه درلود او نه ترې پخوا خبر و چې د حزب الله وسله والو ترې کار اخیست او د ایران څخه یې د ځواب ویلو لپاره د زغم غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو میلر سه شنبه سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) په خبري کنفرانس کې د پراخو ګونګسو په هکله تبصره ونکړه، چې ګواکې دا چاودنې اسرائیل کړي خو دومره یې وویل چې " متحده ایالاتو پکې لاس نه درلود او له وړاندې یې معلومات هم نه درلودل".

ښاغلي میلر زیاته کړه چې واشنګټن ددې پیښې په هکله معلوماتو راټولولو په حال کې دی.

په لبنان کې دا چاودنې داسې مهال کیږي چې متحده ایالات د څو اوونیو راهیسې د خصوصي دیپلوماسۍ له لارې ایران دیته هڅوي چې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وژل کیدو په غبرګون کې په اسرائیل د غچ اخیستو برید ونکړي.

میتو میلر پدې خبري کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې په اسرائیل د برید نه کولو لپاره د تهران څخه د واشنګټن غوښتنه نده بدله شوې.

هغه زیاته کړه، "مونږ له ایران غواړو چې د هیڅ پیښې څخه ګټه وانخلي او د سیمې لا بې ثباتۍ او تشنج ډیروالي کوښښ وکړي".

سره لدې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې په لبنان کې د حزب الله ډلې چې د ایران یې تر شا ولاړ دی، تقریباً هره ورځ په اسرئیل ډزې کړي خو د متحده ایالاتو ځانګړي استازي آموس هوچستین تیره ورځ د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو او نورو چارواکو سره وکتل او د لبنان پر ضد د جګړې نه کولو غوښتنه یې ترې وکړله.

میتیو میلر وړاندې وویل چې متحده ایالات د اسرائیل او حزب الله تر منځ شخړې پای ته رسیدو لپاره دیپلوماتیک حل لاره غواړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د مخابرو په چاودنو کې زخمي شوي کسان په روغتونو او د روغتونو په شاوخوا کې لیدل کېږي.

تر دې مخکې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله خپلو جنګیالیوته ویلي وو چې تیلیفونونه له ځانونه سره ونه ګرځوي، ځکه د هغه په خبره اسرائیل له دې لارې د هغوی ځای معلومولای شي او برید به پرې وکړي. هغه د روغتیا له کارکوونکو هم غوښتي وو چې د بیسیم وسائیل له ځان سره ونه ګرځوي.

د لبنان رسنیو خبر ورکړی دی چې دغه وسائیل د "پرمختلې تکنالوژۍ" په واسطه الوځول شوي دي.

د حزب الله یو شمېر مقاماتو فرانس پرس او اسوشیتډ پرس سره په خبرو کې اسرائيل تورن کړی چې دا چاودنې یې کړې، خو اسرائیل تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرته لدې چې په لبنان کې د مخابرو په چاودنو کې د اسرائیل لاس لرل تائید کړي، وویل حزب الله چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، برید کول پرې مناسب دي.

میلر پدې هکله وویل: " د یو ترهګر سازمان ترهګر غړي د هیوادونو لپاره مشروع اهداف دي چې پر ضد یې عملیات وشي".