د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو ډرون الوتکې او توغندي له منځه وړي دي 

په یمن او سورسمندرګې کې د حوثیانو پر مرچلو د امریکا هوایي بریدونه

د متحده ایالاتو پوځ جمعه فبروري۲۳ (کب څلور) وویل چې په یمن او سور سمندرګي کې یې د حوثي یاغیانو بې پیلوټه یا ډرون الوتکې او د کښتیو ضد کروز توغندي له منځه وړي دي.

د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دا بریدونه یې وروسته تر هغه وکړل چې وګڼل شوه د حوثیانو دې توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په سیمې کې د متحده ایالاتو بحري ځواکونو او سوداګریزو کښتیو ته خطر پیښاوه.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په هوایي بریدونو کې څلور ډرون الوتکې او دوه د کروز بالاستیک توغندي ویشتل شوي چې د سرې بحیرې هغې سیمې کې د توغولو لپاره چمتو شوي و چې کنټرول یې د حوثي یاغیانو په لاس کې دی.‌

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د متحده ایالاتو پوځ په سرې بحیرې کې د حوثیانو درې نورې بریدګرې بې پلیوټه الوتکې هم ویشتي او له منځه یې وړي .

مرکزي قوماندانۍ پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې دا بریدونه د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې شویدي او دا چې کښتیو ته پکې زیان ندی اوښتی.

پوځ دا ندي ویلي چې آیا پدې هوایي بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که او نه او په یمن کې میشتو حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی تر اوسه یې پدې هکله تبصره نده کړې.

حوثي یاغیانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د تیر کال د نومبر له نیمایي راهیسې په سور سمندرګي کې خپل بریدونه د حماس په ملاتړ پیل کړل. حوثي یاغیانو د سورسمندر په جنوبي برخه کې د باب المندب له تنګي څخه پر تیریدونکو کښتیو د بریدونو له لارې د سوداګرۍ نړیوال سیستم ګډوډ کړی دی.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیان د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا د کښتیو په ګډون پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دغو یاغیانو ګواښ کړی دی چې تر هغو به پر کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل عملیات بند نه شي.

د حوثیانو همدې بریدونو له کبله متحده ایالاتو تیر کال د بریتاینې او څو نورو هیوادونو سره په ګډه ائتلاف جوړ کړی.

اروپايي اتحادیې د همدې روانې اوونۍ په سر کې په رسمي ډول په سره سمندرګي کې د نړیوالو بیړیو د تګ راتګ د امنیت سره د مرستې ماموریت پیل کړ.

د اروپايي اتحادیې رئیسې اورسلا فون ډر لاین نن ددغه ماموریت پیل اعلان کړ چې موخه یې د حوثي وسله والو له بریدونو څخه د بیړیو ژغورل ښودل کېږي.

فون ډر لاین د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپور کړي پیغام کې وویل: "اروپا به په سره سمندرګي کې ازاد تګ راتګ یقیني کړي او په دې برخه کې به له نړیوالو همکارانو سره کار وکړي."

تر دې دمه فرانسې ، جرمني ، ایټالیا او بلجیم ویلي چې دوی پلان لري د کښتیو د امنیت ساتنې له دې ماموریت سره به مرسته وکړي.