امریکا او بریتانیا په یمن کې په حوثیانو برید کړی؛ سعودي اندېښنه ښودلې

امریکا او ایتلافیانو یې په یمن کې په حوثي یاغیانو بریدونه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) وویل چې امریکايي او بریتانوي ځواکونو د هغه د لارښوونې په اساس په یمن کې د شیعه حوثي‌ تندلارو په مرکزونو بریدونه کړي.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بریدونه د استرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ شوي دي. بایډن ویلي چې دا عملیات په سرې بحیرې کې په نړیوالو کښتیو باندې د حوثي تندلارو د وروستیو بریدونو ځواب دی.

سپینه ماڼۍ وايي د حوثيانو بریدونو امریکايي پرسونل، ولسي خلک او د امریکا شریکان له خطر سره مخامخ، سوداګري او د کښتیو ازاد تګ راتګ تهدید کړي وو.

سعودي عربستان په یمن کې د دغو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲) په یوې اعلامیې د زغم او د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي: «د سعودي عربسان باچا په سرې بحیرې کې پوځي عملیات او د یمن د جمهوریت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونو په ډېرې اندېښنې سره څاري.»

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې دغو عملیاتو د حوثي‌ جنګیالیو د رادار سیستم، میزایل او د بې پیلوټه الوتکو ظرفیت په نښه کړي چې د دغې ډلې د بریدونو توان کمزوری کړي.

د امریکا د دفاع وزیر استن وویل: «د ایتلاف نننی اقدام حوثیانو ته ښکاره پیغام ورکوي که خپل غیر قانونی بریدونه بند نه کړي، درنه بیه به پرې کړي.»

د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندې مشر جنرال مایک ایریک کوریا ویلي دي چې د حوثیانو «غیر قانوني او خطرناک اعمال به ونه زغمل شي او له هغوی سره به حساب او کتاب» وشي.

د دغې قومندانۍ په اعلامیې کې راغلي دي: «موږ به له حوثي تندلارو او د بې ثباته کوونکو ایراني ملاتړو سره یې د هغوی د غیر قانوني، بې باکه او بې ځایه بریدونه له کبله، چې تر دې دمه یې ۵۵ هېوادونه اغیزمن کړي او د امریکايي ځواکونو په ګډون یې د سلګونو بحري عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، حساب وکړو.»

د امریکا، بریتانیا، جنوبي کوریا، نیوزلنډ، هالنډ، جرمني، ډنمارک، کاناډا، بحرین او استرالیا حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې د خبرداریو سره سره بیا هم حوثي جنګیالیو په سرې بحیرې کې خپل بریدونه ونه درول او د امریکايي او بریتانوي کښتیو په ګډون یې څو کښتۍ په نښه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جنورۍ په لسمه نېټه د حوثیانو بریدونه غندلي او د درېدو غوښتنه یې کړې وه.

حوثي تندلارو، چې د یمن په ډېرې برخې کنترول لري، په وروستیو اوونیو کې یې په سرې بحیرې کې د باب المندب په تنګي کې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی و. دوی وايي چې دا بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د بریدونه په ځواب کې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د اکتوبر له اوومې نېټې د حماس او اسرائیل ترمنځ له جګړې را وروسته حوثي یاغیانو په سرې بحیري او اسرائیل کې په هدفونو باندې د بې پيلوټه الوتکو او میزایلو ۱۰۰ بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کښتیو خپلې لارې بدلې کړې او او زرګونه کیلو میتر اضافه مزل یې کړی چې خوندي وي.

حوثي جنګیالي وايي چې د اسرائیل کښتۍ او اسرائیل په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې یې عملیات روان وي، دوی به هغه کښتۍ هم په نښه کوي چې د اسرائیل په لوري روانې وې.