سوریه کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د ډرون برید شوی

سوریه کې د امریکایي ځواکونو د موټرو کاروان

ګڼ شمیر امریکایي او ائتلافي ځواکونه په سوریه کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې ټپي شویدي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته دا برید تائید کړی او ویلي یې دي چې پدې تیرو څو ورځو کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو باندې یو بل ستر برید په داسې حال کې کیږي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پرخوالي اندیښنې ډیرې شویدي.

د امریکا پوځ په لومړي سر کې ویلي و چې د ډرون الوتکې په برید کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې خو تر دقیقې ارزیابۍ وروسته معلومه شوه چې ګڼ شمیر نظامیان برسیرن ټپي شویدي او ځینې نور بیا د درملنې لپاره نورو ځایونو ته لیږدول شویدي.

یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې شنبه اګست ۱۰ ( زمري ۲۰) د مطبوعاتو سره خبرې کولې وویل چې د ټپي شویو سرتیرو وضعیت جدي ندی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې ځیني سرتیري د مغزو زخمونو لپاره معاینه شویدي.

دې چارواکي ویلي چې ګڼ شمیر سرتیري نورو ځایونو ته لیږدول شوي تر څو یې وضعیت وکتل شي.

تر اوسه هیڅ کوم ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې دا شان بریدونه هغو ملیشو کړي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

تر دې وړاندې د همدې تیرې دوشنبې په ورځ د عراق په عین الاسد نظامي اډې باندې هم د توغندي یو برید کې ګڼ شمیر امریکایي سرتیري ټپي شول. پدې اډې کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه دیره دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو ویاند ویلي چې د توغندي پدې "مشکوک برید" کې چې امریکایي او ائتلافي ځواکونو باندې شوی، د لومړنیو معلوماتو له مخې ګڼ شمیر امریکایي نظامیان ټپي شويدي خو دا یې ونه ویل چې دا سرتیري کاري که برسیرن ژوبل شویدي.

ویاند زیاته کړه، " د اډې پرسونل تر برید وروسته د زیان ارزونه کوي او د نورو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به جزیات خپاره شي". دې امریکایي چارواکي دا هم ونه ویل چې څومره سرتیري ټپي شویدي.

دا بریدونه داسې مهال شویدي چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخوالي اندیښنې پیدا شویدي. ایران او ګوډاګي ځواکونو یې ویلي چې په تهران د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه د قتل بدل به اخلي.