د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي کلینیکونو ته د ملاتړ د برابرولو له لارې ۶.۱ میلیون افغانانو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي امکانات برابر کړي دي.
یونیسف د یکشنبې په ورځ نومبر درېیم (لړم ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي چې دغې ادارې د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د دوه زره او ۴۰۰ روغتیايي کلینیکونو څخه د ملاتړ له لارې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې ویلي: "د یونیسف په ملاتړ په روغتیايي مرکزونو کې له شپږ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د اړینو روغتیايي او د تغذیې خدمتونو ته د لاس رسي امکانات برابر شوي دي. کومو کسانو ته چې خدمتونه برابر شوي نیمايي یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي".
همداشان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې یې د ۶۶۳ معلولو ماشومانو په ګډون ۴۴۲ زره او ۲۵ ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته چې نیمايي یې ښځې او نجونې وې خدمتونه چمتو کړي دي.
همداشان یونیسف ویلي چې په لسو ولایتونو کې یې په ۵۰ ښوونځیو کې ۳۵ زره او ۶۷۵ زده کوونکو ته چې ۱۶ زره او ۷۳۷ یې نجونې وې د څښلو پاکې اوبه هم برابرې کړي دي.
دغې ادارې ویلي چې ۵۴۶ زره او ۴۸۲ تنو ته چې ۳۳ فیصده یې ښځې وې د ټولنې د تشکیلاتو او شبکو له لارې د چلند د بدلون پیغامونه رسولي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې او ویلي دي چې تراوسه یې د اړینې بودیجې ۴۱ فیصده بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یو راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال په سرکې یې چې افغانستان کې اړمنو کسانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، تراوسه ورته ددغې بودیجې یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالره برابر شوي دي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې په را روان ژمي کې اړمنو افغانانو ته د بشری مرستو د چمتو کولو لپاره له ۶۰۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته په بیړني ډول اړتیا لري.
اوچا د اکتوبر نهم (تلې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ژمي د یو پلان د چمتو کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغه پلان له مخې به ۶۰۳ میلیونه ډالره د ژمي لپاره د لومړنیو چمتوالي د ملاتړ په برخه کې د سرپناه د بیا رغونې، ګرمو کالیو او کمپلو د چمتو کولو لپاره په راتلوونکو دریو میاشتو په مصرف ورسیږي.
د اوچا د اټکل له مخې سږنی ژمی به ډیر "سوړ او یخ" وي، چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس د واورو د اورښت دمخه چې واورې مواصلاتي لارې بندې کړي اړتیا ده چې د خوړو په ګډون د ژمي د موسم دا بشری مرستې لیرو پرتو سیمو ته ورسول شي او په هغو سیمو کې ذخیره شي.
یونیسف ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۲.۳ میلیونه یې ماشومان دي. دغې ادارې ویلي چې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۸۵۷ زره او ۱۵۵ په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې درملنې ته اړتیا لري. او ددغه هیواد ۱۷.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو له لارې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، د اقلیم بحران څخه زیږیدلي ناورینونه، لزلزلې او په لوی شمیر وطن ته د افغان کډوالو ستنیدلو له امله له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو راپور کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې وه او ویلي و چې د بشري مرستو کمښت به په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.