د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري افغانستان کې د بودیجې د ۵۶ سلنې کمښت سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پروګرامونو د دوام لپاره څه باندې ۲۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې تراوسه یې ددغې بودیجې ۴۴ فیصده ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې ددغې ادارې سمدستي اړتیاو ته په اشارې ویلي چې دا اداره د بودیجې د ۵۶ کسر سره مخ ده.

دغې کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې دا اداره په مجموعي ډول ۲۱۵.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې تراوسه یې ۹۴.۷ میلیونه ډالره چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې ۴۴ فیصده کیږي، ترلاسه کړي او یا هم ورسره ژمنه شوې ده.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۱ ( زمري لسم) د بودیجې د کمبود په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ټولنې د مشارکت، د ښځو ځواکمنیدو، هوساینې او لومړنیو اړتیاو او د جنسیت پراساس تاوتریخوالي سره د مبارزې پروګرامونه د ګواښ سره مخ شوي او سمدستي بودیجې ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې افغان میرمنې او نجونې د جدي ګواښونو، د هغې له ډلې د جنسیت پر اساس تاوتریخوالي او د طالبانو له خوا په کار او زده کړو د محدودیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې د اضافي بودیجې پرته د ښځو او نجونو لپاره د ساتنې چاپیریال لا بدتریږي چې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل کیږي او د روغتیا، زده کړې او نورو اړینو خدمتونو ته د خلکو لاس رسی زیانمن کوي.

دغې ادارې ویلي چې دا ګواښونه د خلکو امنیت، هوساینه او راتلونکې د خطر سره مخ کوي.

په دې راپور کې ویل شوي:" په روان ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په پام کې لري چې د خپلو هدفي حفاظتي اقداماتو په لړ کې د هغې له ډلې روحي سلامتیا او روحي روغتیا څخه ملاتړ مناسبو خدمتونو ته راجع کیدل، ټولنیز ډیالوګ، د عامه پوهاوې زیاتیدلو او ظرفیت جوړولو په برخو کې ۵۰ زره ښځو ته لاس رسی پیداکړي."

ددې راپور پر اساس د بودیجې د کمبود له امله په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د نغدو پیسو مرستې د کمیدو له سخت ګواښ سره مخ دي چې په بالقوه ډول ددغو اړمنو کورنیو زیات شمیر به یې د خپلو لومړنیو اړتیاو په برخه کې د ملاتړ پرته پاتې شي او هغوی به لا زیانمنې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په باور، نغدو پیسو څو هدفي مرستې ډیرې مهمې دي، ځکه چې ترلاسه کوونکو ته ددې اجازه ورکوي چې ترڅو خپلې ځانګړې اړتیاوې لکه خواړه، دارو او د ژمي لپاره ګرم لباس برابر کړي.

دغې کمیشنرۍ ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په پام کې لري چې ۵۱۸ زره او ۲۰۰ زیانمنوونکو کسانو ته د نغدو پیسو د برابرولو د پروګرام له لارې ملاتړ برابر کړي، خو ددغه هدف ته د رسیدلو لپاره کافي منابع نلري.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو له خوا لګیدلي محدودیتونه او د بودیجې کمبود د ښځو د پروګرامونو په برخه کې پام وړ ډول د ښځو د لاس رسۍ او ځواکمنیدو مخه نیولې ده.

دغې کمیشنرۍ ویلي:" د بودیجې کمښت ، د ښځو د مشارکت او ځواکمنیدل د خطر سره مخ کوي، د ښځو او نجونو لاس رسی زده کړو ، اقتصادي فرصتونو او ډیرو مهمو اړینو خدمتونوته لنډوي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په پام کې لري چې د ټولنیز مشارکت د پروګرامونو له لارې ۷۵۸ زره کسانو ته ملاتړ برابر کړي، خو دغې کمیشنرۍ ټینګار کړی چې دغه هدف ته د رسیدلو لپاره کافي بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو دعالي کمیشنرۍ د بودیجې د کمښت په اړه ددغو څرګندونو دمخه ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره یې چې د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه تراوسه یې یوازې شاوخوا۷۲۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ بودیجې د څلورو برخو څخه یوه برخه جوړوي.