ملګري ملتونه وايي طالبانو یې ننګرهار کې ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې  

د یوناما یو دفتر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر [یوناما] وايي چې طالب مقاماتو یې په ننګرهار کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده.

یوناما نن سه شنبه اپریل څلورمه (وري ۱۵) په خپل ټویټر کې په دې اړه «جدي اندېښنه» څرګنده کړې ده.

په ټویټر کې ویل شوي دي: « ملګري ملتونه په افغانستان کې په دې اړه جدي اندېښنه څرګندوي چې په ننګرهار کې یې محلي ښځینه کارکوونکې له کار څخه منع کړل شوې دي.»

په دغه ټویټ کې «طالب مقاماتو» ته یادونه شوې ده چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه وو کارکوونکو پرته «عملیات [کار] او د ژوند ژغورنې په برخه کې همکاري نشي» کولای.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو په کار، سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې کلک بندیزونه ولګول، او د نجونو او ښځو پرمخ یې متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه یې هم وتړل.

ملګري ملتونه وايي طالبان باید د ښځو او بشري حقونو ته درناوی وکړي، طالب مقامات وايي چې د «شرعیت په اساس» د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

هېڅ یو هېواد تر دې دمه د طالبانو نظام په رسمیت پېژندلی نه دی، دوی د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان واکمن شول او خپل حکومت یې اعلان کړ چې ټول په کې د هغوی د «امارت ملایان او مولویان» دي او هېڅ یوه ښځه یې په کابېنې کې نشته.

ملګري ملتونه وايي په ښځو باندې بندیزونه افغانستان ته میلیاردونه ډالر زیان رسوي او دا هېواد نور هم منزوي کوي.