د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو ټېنګار وکړ؛ جاپان یې هم خلاصېدل غواړي


.
.

افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم په دغه هیواد کې د ملګروملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر ' یوناما' د نجونو په مخ د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په بیرته پرانیستلو باندې ټینګار کړی دی.

یوناما د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۲ حمل دوهم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغې ادارې مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د نجونو د تعلیم په مسئلې خبرې شوي دي.

یوناما ویلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصیدو په اړه د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې په " نه تغیریدونکې غوښتنې" باندې ټینګار کړی دی.

د ملګروملتونو ددغې ادارې د شمیرنو له مخې د نوي تعلیمي کال په پیل کې له یو میلیون څخه زیاتې نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو محرومې شوي دي.

په عین حال کې په کابل کې د جاپان سفارت هم په نوي تعلیمي کال کې د نجونو د ښوونځیو په بند پاتې کیدو خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه سفارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "د نوي ښوونیز کال په پیل کې، موږ خپله ژوره ناهیلی څرګندوو چې منځني ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو لپاره تړلي دي. ښځینه زده کوونکو ته باید د هلکانو په څیر د زده کړی مساوي فرصتونه ورکړل شي. دا د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده".

د جاپان سفار ویلي، چې دا هیواد به د افغانستان د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د جاپان سفارت هیله ښودلې،چې نجونې به ډېر ژر ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنی شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال د سه شنبې په ورځ پیل شوی دی. خو ددغه وزارت ویاند ویلي، چې د نجونو ټول ښوونځي نه دي پرانیستل شوي او د تیر په څیر یوازې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړه اجازه نه ده ورکړې.

د نجونو غبرګونونه

یو شمیر نجونو امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو حکومت دا پریکړه ډیره خواشینوونکي وبلله او ویې ویل، چې اوس مهال افغانستان کې نجونې او ښځې په بشپړ ډول خپلو کورونو کې بندیانې شوي دي.

کینات تنها په نوم د ننګرهار ولایت د جلال اباد د ښار یوې اوسیدنکې وویل، چې ډیر وخت کیږي، چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، چې د نجونو زده کړو ته د یوې کړنلارې په ترتیبولو باندې کار کوي او ددغې خبرې دوه کاله تیرشو او تراوسه لا هم کړنلاره نه ده ترتیب شوې.

کینات وویل "داچې نوی کال هم پیل شومګر زمونږ ښوونځي لا هم تړلي دي دا زمونږ په حق کې تکراري ظلم دی. مونږ د افغان نجونو او ښځو په حیث د تعلیم اوکارحق لرو او ازادي لرو. هلګان بیا هم خپلو ښوونځیو ته ځي او مونږ نجونې داسې په کورونو کې بندیانې یو.زمونږ ژوند خو همدا دی، چې تیریږي. که طالبان وايي شرایط ورته برابرو نو دا څنګه شرایط دي، چې تراوسه برابر نشوکه هرډول شرایط و نو برابریدل دا ښکاره خبره ده، چې د ښځو حق ته دوی حق نه وايي او څه یې چې خوښه وي همغه کوي".

یوې بلې زده کوونکې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې دوی ډیره هیله لرله، چې د نوي کال په پیل کې به د نجونو پرمخ هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، خو هغسې ونشو او د ټولو نجونو هیلې بیا مړې شوې.

دغې زده کوونکې وویل " د هلکانو تعلیمي کال پیل او د نجونو تعلیمي کال د امر ثاني پورې وځنډول شو. که همداسې وي نو دا کار به د حکومت او ملت ترمنځ ډیره فاصله رامنځ ته کړي. غوښتنه مو د حکومت څخه داده، چې زمونږ تعلیمي بهیر دې ژرترژره پیل کړي".

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم د کب په پنځلسمه په سړو سیمو کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو نوی تعلیمي کال د نجونو د حضور پرته پیل کړی دی. دغه وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په پوهتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو په تعلیم تر امرثاني پورې بندیز لګولی دی.

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي یوې محصلې زهره جنت امریکا غږ ته وویل، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې، چې په افغانستان کې د طالبان بیا واک ته رسیدلي په پرله پسې ډول یې د نجونو څخه د تعلیم او کار د حق په ګډون د هغوی مدني حقونه اخیستي دي.

زهره جنت وویل " دا چې هلکان زده کړې کوي پوهنتون ته ځي، ښوونځي ته ځي د کارکولو حق لري او نجونې نشي کولی په دې باندې یوازې افغان نجونې پوهیږي. دا چې نوی کال راغی او نوی پسرلی دی مونږ هم د وخت له حاکمانو څخه هیله کوو، چې د ظلم او وحشت دا ټغر دې نور ټول کړي...مونږ هم غواړو خپل وطن ته خدمت وکړو او دا نیمي هیلې مو بشپړې کړو. د وخت د حاکمانو څخه مې دا هیله ده، چې اسلامي چوکاټ کې دې زمونږ زده کړو ته زمینه برابره کړي".

د طالبانو حکومت تراوسه د نجونو او ښځو د تعلیم او زده کړو په برخه کې د ملګروملتونو وروستۍ غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو د دغه حکومت چارواکو ددې وړاندې ویلي و، چې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي دی، چې د شرایطو د مساعدیدلو وروسته بیرته پیل شي.

XS
SM
MD
LG