د لاس رسي وړ اتصالات

راضیه مرادي خپل د سرو زرو مډال افغان میرمنو ته ډالۍ کړ


راضیه مرادي د هند په یو پوهنتون کې د لوړو نمرو اخیستو له کبله د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
راضیه مرادي د هند په یو پوهنتون کې د لوړو نمرو اخیستو له کبله د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

افغانه محصله راضیه مرادي چې د هند په یو پوهنتون کې د ماسټرۍ په پروګرام کې تر ټولو د لوړو نمرو اخیستو له کبله د سرو زرو مډال تر لاسه کړی وایي، "په زړه دننه ماته یم چې ګورم افغان نجونې او میرمنې پوهنتون ته نه ځي".

دې۲۷ کلنې محصلې چې د بامیانو په ولایت کې غټه شوې امریکا غږ ته وویل چې خپل د سرو زرو مډال د ټولو هغو افغان میرمنو په نوم کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د زده کړو څخه منع شوي.

میرمن مرادي زیاته کړه چې د سرو زرو د مډال ګټل یې ثابتوي چې "میرمنې هر څه تر لاسه کولی شي". راضیه مرادي وایي هغه ارمان یې تباه شو چې هند ته د راتګ څخه وړاندې یې درلود.

هغې زیاته کړه، "زه د خپل ځان لپاره هیڅ آینده نه وینم. زه نه پوهیږم چې بیرته به ولاړه شم او د خپلې کورنۍ سره به وګورم او که نه. زه د همدې فکر سره هره ورځ لاس او ګریوان یم".

دې افغان محصلې وړاندې وویل چې په افغانستان کې ټول هغه څه تکراریږي چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې و. طالبانو په ۹۰ مه لسیزه کې هم پخپلې لومړنۍ واکمنۍ کې نجونې او میرمنې تعلیم کولو ته نه پریښودې.

راضیه مرادي وایي دا یې مسؤلیت دی چې هند کې د لوړو زده کړو د فرصت څخه ګټه واخلي ځکه چې په افغانستان کې دا ډول فرصت افغان نجونو او میرمنو ته نشته او زیاته یې کړه ، "که غواړم چې بدلون راولم، زه باید پخپلو زده کړو تمرکز وکړم او پخپلې وړتیا کار وکړم".

مرادي اوس په عامه اداره کې دکتورا کوي او د پوهنتون لګښت یې د هند د حکومت د کلتوري اړیکو شورا ورکوي.

هغې په افغانستان کې طالبانو ته پخپل پیغام کې وویل، "زه فکر کوم طالبان باید د زده کړو څخه د میرمنو د محروم کیدو په هکله د سره غور وکړي. که هغوي غواړي چې واکمني وکړي، میرمنې له پامه نشي غورځولی. میرمنې به مظاهرې کوي او یو وخت به راشي چې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. که داسې ونکړي، نو د هیواد د وګړو نیمایي برخه به عبث شي".

راضیه مرادي د بامیان په ولایت کې غټه شوې. د ورځې لخوا یې کار کاوه او د شپې ښوونځي ته تللې، همالته یې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې هم وکړلې.

هغه دوه کاله وړاندې په عامه اداره کې د ماسټرۍ لپاره هند ته ولاړه. د زرګونو افغانانو په څېر چې هند ته د لوړو زده کړو لپاره تللي، مرادي هم غوښتل بیرته هیواد ته ستنه شي او د خپل تحصیلي سند په مرسته دنده تر لاسه کړي او د افغانستان په عصري کیدو کې مرسته وکړي.

خو دا ټول وروسته تر هغه بدل شول چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا حاکميت وروسته د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر امرثاني پوري بند شوي دي.

د دې تر څنګ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت لخوا په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې.

طالب چارواکو د نجونو د زده کړو ځنډېدو لامل د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوې طرحې چمتو کول بللي دي، خو تر اوسه پوري دواړه نه دي روښانه شوي.

د طالبانو لخوا د نجونو د زده کړو ځنډېدو مسلې په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول او له هغوی څخه وغوښتل چې په دې اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

دې مسلې حتی د افغانستان سره د مرستندویه ټولنو پر مرستو هم اغیز کړی دی، ځکه پدغو موسسو کې د ښځو په کار طالبانو بندیز لګولی دی. نړیوالې مرستندویه ټولنې وایي دوی له ښځو پرته نشي کولای چې خپلې مرستې په سمه توګه ټولو افغانانو ته ورسوي. همداشان له زده کړو څخه د نجونو محرومولو او د ښځو د کار بندیز نړیوال او په ځانګړې توګه لویدیز مرستندویه هیوادونه له افغانستان سره مرسته کولو ته بې میله کړي دي.

XS
SM
MD
LG