اوتنبایوا: د اقلیم د بدلون په تړاو نړیوالو بحثونو ته د افغانانو د غږ د اوریدو پرته نشي تللی

یوناما ویلي چې میرمن روزا اوتبایوا په کابل کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د ارزولو په ملي کنفرانس د چهارشنبې په ورځ ګډون کړی وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، په افغانستان باندې مخ په زیاتیدونکي توګه د اقلیم د بدلون اغیزو ته په کتنې ویلي، بل کال ته په دې مسله د افغانانو د غږ د اوریدلو پرته نړیوال بحث ته نشي تللی.

یوناما د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې میرمن روزا اتنبایوا د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر۱۶ (تلې ۲۵) په کابل کې په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه په یو ملي کنفرانس کې ګډون کړي وو.

میرمن اوتبایوا ویلي: "د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د ۲۹ کنفرانس د جوړیدو دمخه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د اقلیم د بدلون په ملي کنفرانس کې برخه اخیستې ده: "د زیانمنتیا کچې ته په پاملرنې موږ یو بل کال د اقلیم د بدلون په اړه په مهم نړیوال بحث کې د افغانانو د غږ د اوریدلو پرته نشو تللی".

ټاکل شوې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه نړیوال کنفرانس د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر د ۱۱ څخه تر ۲۲ پورې د اذربایجان پایتخت باکو کې جوړ شي.

ملګري ملتونه وايي چې په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ونډه نږدې د هیڅ په حساب ده دا هیواد د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بې وخته اورښت په پایله کې د ناڅاپي سیلابونو راوتل او وچکالۍ پراخیدل د اقلیم د بدلون زیږنده ګڼي او وايي چې د اقلیم بدلون اغیزو په ټول دغه هیواد کې د خلکو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت د جولای ۲۷ (زمري شپږم) د ایکس په پاڼه د اقلیم اغیزو ته په کتنې په افغانستان کې د اوبو د بحران په ډېرېدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي.

اروپايي ټولنې د راتلوونکو نسلونو لپاره د سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو د خوندیتوب اړتیا باندې ټینګار کړی وو. د چاپیریال ساتنې ځینې افغان کارپوهان وايي چې په تیرو نږدې دریو لسیزو کې په افغانستان کې پرله پسې وچکالیو د دوام له امله په دغه هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د کرهڼیزو فصلونو د اوبخور لپاره کار اخیستل خورا زیات شوي چې ورسره ددغه هیواد په ډیرو برخو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ډیره ښکته تللې ده.

په سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې د بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ د میاشتې په څلورم( چنګاښ ۱۴) په یو راپور کې په افغانستان کې د ژوند پر ټولو برخو د وچکالۍ د پراخه اغیزو په اړه خبرداری ورکړی وو.

دغه بنسټ ویلي چې وچکالي په افغانستان کې د معیشت منابع او په ځانګړي ډول خواړه او اوبو ته لاس رسی ګواښوي چې ورسره یې په دغه هیواد کې د بې ځایه کیدو، روغتیا، ساتنې، امنیت او ثبات په اړه اندیښنې هم زیږولي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې وچکالي د میلیونونو افغانانو په ځانګړي ډول په شمالي، شمال لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې کرهڼه، د خوړو خوندیتوب او معیشت ګواښي چې د شاخص له مخې د افغانستان د وچکالۍ شدت نږدې ددغه هیواد نیمايي ولسوالۍ د "لوړ خطر" په توګه او د"زیات خطر" په توګه درجه بندې کړي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې وچکالي د اقلیم او انساني عواملو ترمنځ د پیچلو تعاملاتو څخه سرچینه اخلي او په دغه هیواد کې د بشردوستانه اړتیاو په یو اصلي محرک باندې بدله شوې ده.

د جون په پنځمه د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د "یوناما" مشرې روزا اوتنبایووا ددغه هیواد خلکو ته د چاپیریال د ناسمو اغیزو څخه د پیښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وو..

د یوناما مشرې په یو ویډیوي پیغام کې په افغانستان کې وروستیو سختو سیلابونو ته په اشارې ویلي وو چې دغو سیلابونو د کورونو، زیربناو، کرهڼیزو ځمکو په ګډون هرڅه یې چې مخ ته ورغلي له منځه وړي او لږ ترلږه ۲۰ زره کسان یې بې کوره کړي دي.

د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د کفرانس د جوړیدو وروسته یوناما د ډسمبر په لومړۍ ورځ (لیندۍ لسم) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې اقلیم اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو په ورځني ژوند اغیز کوي او د نړۍ له هیوادونو یې غوښتي وو چې د پوهاوي له مرحلې څخه د عمل مرحلې ته ولاړ شي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیان منونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بې وزلۍ، مهاجرت او بې ځایه کیدو لامل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د نومبرپه ۳۰ مه د نودې دوو اونیو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د نړۍ له ۱۹۷ هېوادونو څخه شاوخوا ۸۰ زره کسانو ګډون کړی وو.