د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشره سیما بحوث وايي په ټوله نړۍ کې ترټولو ډیر زیات د جنسیت په برخه کې په شاتګ په افغانستان کې پاتې دی، خو زیاته کړې ده چې افغان میرمنې او نجونې ددغه په شاتګ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشرې د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱( وري ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د یو شمیر افغان میرمنو یوه ګډه لیکنه خپره کړې چې په کې په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت په انځوریز ډول هم منعکس شوی دی.
میرمن بحوث لیکلي: " په ټوله نړۍ کې ترټولو ډیر زیات د جنسیت په برخه کې په شاتګ په افغانستان کې لا پاتې دی، خو افغان میرمنې او نجونې د ظلم او د ټولو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي".
افغان میرمنې بدلې شوې
په دغه ګډه لیکنه کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په غوښتنه لیکل شوې ویل شوي چې ممکن طالبان نه وي بدل شوي، خو په یقین سره چې افغان میرمنې بدلې شوي دي.
په دې لیکنه کې ویل شوي، چې افغان میرمنې نه یوازې په سیستماتیک ډول له ټولنې د هغوی د حذفولو په برخه کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو څخه د ډیر خطرناک په شاتګ په تړاو د طالبانو د هڅو پر وړاندې دفاع کوي، بلکې هغوی د یو داسې راتلونکی لپاره چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي هم د عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې دا انځوریزه لیکنه افغان خبریالې فاطمه فیضي او هنرمندې شهزیل ملک د افغان میرمنو د ښځو د څلور غورځنګونو د استازو سره چې د میلیونونو ښځو په استازیتوب چې د خپلو دوامداره مبارو سره د پیوستون او نړیوال اقدام غوښته کوي د مرکو پراساس ترتیب کړې ده.
د لیلا عثماني په نوم د ښځو یوې فعالې ویلی: " طالبان ممکن نه وي بدل شوي، خو په یقین سره چې افغان میرمنې بدلې شوي دي".
میرمن عثماني ویلي چې د تیرو شلو کلنو وضعیت د هغې نسل زده کړو، دیموکراسۍ او مدني فعالیتونو ته هڅولی دی. دغې میرمنې وايي چې په دغو تورو شپو کې افغان میرمنو د خپلو مبارزو له لارې د هیلې شمع بله کړې چې د پیوستون او نړیوال اقدام غوښتنه کوي.
افغانستان کې د میرمنو مبارزه
افغانستان کې د ښځو مبارزه او مقاومت چې په نړۍ کې د ښځو لپاره ترټولو خطرناک هیواد په توګه ګڼل کیږي دغه میرمنې وايي چې هغوی مقاومت له خپلو میندو زده کړی دی. د هغو میندو څخه چې ځینو یې په ۱۹۱۹ کال کې د رایې د ورکولو حق د امریکا د متحده ایالاتو د ښځو د رایې ورکولو د حق څخه یو کال دمخه ترلاسه کړی وو.
د بامیان ولایت پخوانۍ والي او په افغانستان کې لومړنۍ ښځینه والي حبیبه سرابي په دې اړه ویلي: " افغان میرمنو دا د نن ورځې وضعیت په دومره اسانۍ نه دی ترلاسه کړی. دا مهمه نه ده چې هغوی څومره په ځمکه پریوتي، هغوی دا زده کړي چې څنګه راپورته شي او مقاومت او دریدل د افغان میرمنو یوه ځانګړتیا ده".
په دغه لیکنه کې ویل شوي چې نږدې هره میاشت په افغانستان کې د ټولنې څخه د ښځو د حذفولو لپاره یو نوی فرمان صادریږي.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ وړاندې د افغانستان د پارلمان له هرو څلورو غړو څخه یوه یې ښځه وه، د طالبانو په حکومت کې هيڅ ښځه غړیتوب نلري.
په دې لیکنه کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له پنځوسو څخه زیات فرمانونو له مخې ښځې له عام ژوند، پریکړې نیونې، زده کړو او کار څخه منع شوي دي.
په ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو ښځې تنکیو ځوانانو ته له درس ورکولو څخه ددې سره سره چې ډیر هلکان د مسلکي ښوونکو له خوا د درس ورکولو څخه محروم کړل منع کړې. په همدې کال کې د رهبرۍ په کچې کې د ښځو ځای سړو ونیو، همدارنګه په عام ښکاره اسنادو او د ګټې په اسنادو کې د ښځو ځای سړو ونیو (د انګلیسي ومین (Women) کلیمي ځای مین (men) واخیست).
په لیکنه کې ویل شوي چې همداشان طالبانو د ښځو ګمارلو بهیر تړلی او هغه اداره چې ددې ددغو احکامو څخه سرغړونه وکړي د کار کولو جواز به ورڅخه واخیستل شي. دا کار په ۲۰۲۳ کال کې یوازې د ښځو په مشرۍ د ۶۰ فیصده ادارو د تړلو سبب شوی دی. ددغې لیکنې له مخې د طالبانو اوسني مقامات د ښځو پر وړاندې په سیتماتیک ډول د تکتیکونو څخه کار اخلي کوم څه چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په توګه پیژندل کیږي. تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیسته چې ښځې یې هره ورځ په ورځیني ژوند کې تجربه کوي په بشپړ ډول د ښځو د ناهیلې کیدو سبب شوي دي.
خو ددې لیکنې له مخې افغان میرمنو د ټولو ممکنه لارو د خپلو حقونو څخه دفاع کړې ده: " هغوی لارو کوڅو کې ټوپک په لاس طالبانو سره مخ شوي او په ټول هیواد کې یې د طالبانو پر خلاف شبکې جوړې کړي دي او د طالبانو د فرمانو پر وړاندې یې خپل غږ اوچت کړی دی.
په کابل کې د نازیه په نوم یوې څارنوالې ویلي هڅه یې کړې چې: " د میلیونونو افغان میرمنو اواز شم چې هغوی حتی په اسانۍ سره سا هم نشي اخیستلی او ټول هغه څه یې د لاسه ورکړي چې په تیرو شلو کلنو کې یې ترلاسه کړي وو".
دریو نورو ښځو چې له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې یوه یې لیلا عثماني ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو دمخه یې "زما نوم چیرته دی" په ټولنیزو شبکو کې د هشتک له لارې کمپاین یې د قوانینو د بدلون سبب شو، بله د افغانستان د پارلمان ځوانه غړې ناهید فرید چې په پارلمان کې یې د لیلا عثماني کمپاین مخ ته یوړ او بله یې د یوې غیر دولتي ادارې پخواني مشره نګینه یاري ده.
ناهید فرید ویلي چې افغان میرمنې له خپلو حقونو څخه محرومې شوي دي، چې د همدې له امله په خپلو منځو کې د یو بل سره د مرستې لپاره شبکې رامنځ کړي دي ترڅو راتلوونکې نسل ته پوهاوی ورکړي او تسلیم نشي.
په لیکنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د کوچنیتوب د عمر او جبري ودونو شمیر زیات شوی او د بدن د ځینو غړو د پلورلو او حتی د دې لپاره چې کورنۍ له لوږې ژوند له لاسه ورنکړي د ماشومانو پلورل زیات شوي دي.
په دې لیکنه کې ویل شوي چې افغانستان په نړۍ کې د سړو پرتله ترټولو زیات د ښځو د ځان وژنې پیښې لري.
په دې لیکنه کې ویل شوي: "د افغانستان په څیر هیواد کې د ښځو د حقونو په تړاو د غږ اوچتول لکه د اور سره لوبې کول دي یوه ورځ به مونږ ونیول شو او یا ووژل شو، خو مونږ لا هم هڅه کوو. زمونږ غوښتنه داده چې نړیواله ټولنه زمونږ په خوا کې ودریږي".
په دې لیکنه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې د طالبانو سره په خبرو کې دې ښځې هم شاملې کړي. دغو میرمنو ویلي چې نړیواله ټولنه تراوسه په دې برخه کې ناکامه وه. د افغانستان د پارلمان پخوانې غړې فوزیه کوفي ویلي چې د ښځو حقونه باید د سولې په بدل کې قرباني نشي.
نګینه یاري هم ویلي چې که هغوی روان وضیعت ته سوله ووايي نو داسې ښکاري چې په سوله کې نیمايي نفوس له پام څخه غورځول شوی دی.
په لیکنه کې د هغو ښځو سره چې ملګرو ملتونو سره یې خبرې کړي یادونه شوې او د منیژه په نوم یوې ښوونکې ملګرو ملتونو ته ویلي: " زه د نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې افغان میرمنو ته دې غوږ کیږدي مونږ د خپل غږ اوریدو ته اړتیا لرو".
هغې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د نوي نسل غږ واوري.