ملګرو ملتونو په غزه او لبنان کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیرش، د شنبې په ورځ، اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) په یوې وینا کې چې پر اسرائیل د حماس د برید د لومړۍ کلیزې په درشل کې خپره شوه، د حماس کړنې وغندلې او په غزه او لبنان کې یې د "تاوتریخوالي او وینې تویولو" د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د دوشنبې په ورځ د حماس ډلې له لوري پر اسرائیل د ترسره شوې برید یو کال پوره کېږي، هغه برید چې نه یوازې په غزه کې روانې جګړې ته یې لاره هواره کړه، بلکې لبنان یې هم په دې شخړو کې ښکېل کړ. د نړۍ مشران خبرداری ورکوي چې سیمه له یوه پراخ کړکیچ سره مخ کېدای شي.

انتونیو ګوتیرش په خپلې وینا کې چې شنبې ناوخته خپور شو، ویلي: "نړیواله ټولنه باید په لوړ غږ د حماس د ناوړه کړنو او د یرغمل نیولو د پېښو غندنه وکړي."

نوموړي له حماس څخه وغوښتل چې سمدستي دي د ټولو یرغمل شویو کسانو "بې قیده او شرطه خوشې کولو" ته لاره هواره کړي او د سره صلیب کارکوونکو ته د یرغمل شویو کسانو د لیدلو اجازه ورکړي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، تېر کال د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل د برید پر مهال نږدې ۱۱۹۸ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۱ تنه یې یرغمل کړل. د دغو یرغمل شویو کسانو څخه ۹۷ تنه لا هم د حماس په ولکه کې دي، چې له ډلې یې ۳۳ کسان د اسرائیلي پوځیانو په وینا وژل شوي دي.

ګوتیرش همدارنګه په لبنان کې د نښتو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. نوموړی دغه اندیښنه پداسې حال څرګنده کړې چې په وروستیو ورځو کې اسرائیلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حماس متحدې ډلې، حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله یې په لبنان کې تر زرو زیات کسان وژل شوي او له یو میلیون ډېر خلک یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ګوتیرش ویلي: "د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د تاوتریخوالي او وینې تویولو څپه پراخه شوې ده. اوس د دې وخت را رسېدلی چې یرغمل شوي کسان خوشې شي، وسلې پرځمکه کېښودل شي او د هغه کړاو د پای ته رسېدو لپاره هڅې وشي چې پر دې سیمه یې سیوری غوړولی دی. "

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل لخوا د غزې پر تړانګه د ترسره شويو هوايي او ځمکینو بریدونو له امله تر دې دمه لږ تر لږه ۴۱۸۲۵ کسان وژل شوي، چې ګڼ شمېر یې ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ د حماس د برید د کلیزې په درشل کې خپلې ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی.

د اسرائیل د پوځ ویاند، دانیل هاګاري، په یوه تلویزیوني ناسته کې وویل: "موږ د وسله والو ځواکونو د شمېر په زیاتولو سره د دې ځانګړې ورځې لپاره، چې ښايي په لومړیو کرښو کې نښتې رامنځته شي، بشپړ چمتووالی لرو."

د اسرائیلي پوځ په وینا، په تېر نږدې یو کال کې د حماس پر ضد د ترسره شويو غچ اخیستونکو عملیاتو له امله چې د دې ډلې د یو شمېر قوماندانانو او مشرانو د وژل کېدو سبب شول، حماس ډله کمزورې شوې ده.