د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" د روان ۲۰۲۴ کال د جولای او سپټمبر د میاشتو ترمنځ موده کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په یو راپورکې په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یادونه کړې او ویلي دي چې طالبانو د پخواني رژیم امنیتي او ملکې کارکوونکو د نیولو او وژلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
یوناما د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۳۱ (لړم لسم) په دغه خپور کړي راپور کې د امربلمعروف او نهی عن المنکر قانون، د ښځو او نجونو حقونو، ملکي تلفاتو، سرحد په اوږدو کې پیښو، د پځواني حکومتي او د افغانستان د پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو، تعزیري سزاګانو، عدلي اجراتو او د رسنیو ازادۍ اړوند مسلو ته ځای ورکړی دی.
یوناما په دغه راپور کې د پخواني رژیم د ملکي او نظامي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جولای د لومړۍ نیټڼې څخه د سپتمبر د ۳۰ نیټې ترمنځ د یوناما د بشري حقونو څانګې د خپلسر نیونو او توقیف لږ تر لږه ۲۴ مورده د شکنجې او ناوړه چلند او د لفظي ګواښنونو لږ ترلږه لس مورده او د افغانستان د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو لږ ترلږه پنځه وژنې ثبت کړي دي".
د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دغه راپور کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته په افغانستان کې په عام ژوند کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو د لګیدلوپه تفصیل یادونه کړې او ویلي دي چې یو شمیر محدودیتونه چې وارد مخه د فرامینو، حکمونو او لارښوونو په ډول صادر شوي وو، په دې قانون کې تسجیل شوي دي.
یوناما ویلي: "لکه د ښځو لپاره د حجاب اغوښتلو او له کور څخه بهر د مخ د پټولو اړتیا؛ د نارینه و لپاره د ږیري پریښودل او په جومات کې په جماعت سره د لمونځ ادا کول؛ په ځانګړو جشنونونو لکه نوروز، د یلدا شپه باندې بندیزونه، په موټرو کې د موسیقۍ غږول او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو ترسیمول شامل دي".
یوناما ویلي چې داسې ښکاري چې دا قانون محدودیتونه پراخوږي اونوي محدودیتونه ور زیاتوي. یوناما ویلي چې ددې قانون له مخې د ټکسي او شخصي موټرو چلوونکي باید د محرم پرته ښځې په موټرو کې سپرې نکړي.
همداشان یوناما ددغه قانون پراساس ویلي چې په قانون کې د ښځو غږ عورت یا ستر بلل شوی دی او په کې ویل شوي چې "که کومه ښځه د ضروري کار لپاره له خپل کور بهر ته وځي نو هغه باید خپل غږ مخ او ځان پټ کړي".
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي چې دغه قانون د امربالمعروف وزارت محتسبینو ته دنده ورکوي چې ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د رسنیو محتویات له شریعیت سره په ټکر کې نه دي، د مسلمانانو سپکاوی نه کوي او د ژوندیو موجوداتو انځورونه په کې نشته دی.
یوناما ویلي: " قانون محتسبینو ته پراخ واکونه ورکوي لکه د دریو ورځو پورې د هغو کسانو د توقیف واک چې انګیرل کیږي د قانون څخه یې سرغړونه کړې؛ او محکمو ته د سرغړونکو ورپیژندلو په ګډون د نورو تعزیري سزاګانو پلي کول".
ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه قانون د خپریدو وروسته د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د نورو وزارتونو برحاله چارواکو ددې قانون د محتویانو سره د خپلو کارکوونکو د اشنا کولو لپاره سیمنارونه هم جوړ کړي دي.
د ښځو حقونو څخه سرغړونه
یوناما په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه په دې راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او د ازاد تګ راتګ پر حقونو باندې د طالبانو محدودیتونه همغسې ډوام لري.
یوناما د تخار په ولایت د ښځو د لاسي صنایعو د یو نندارتون د پرانیستلو یادونه کړې او ویلي دي چې په دغه نندارتون کې د متشبثو ښځو د ګډون د اجازې سره سره طالبانو په دغه نندارتون کې د ښځو غرفې ته د ایښودلو اجازه نه ده ورکړې او د هغوی غرفه یې بنده کړې وه.
یوناما د طالبانو ددې اقدام علت د ښځینه پلورونکو د حجاب نه رعایتول ښودلي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغان میرمنې او نجونې لا هم په افغانستان کې د تبعیض او ډول ډول محدودیتونو سره لاس او ګریوان دي.
ملکي تلفات
د یوناما ددغه راپور له مخې د جولای، اګست اوسپټمبر په میاشتو کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش له خوا د ادعا شویو بریدونو په ترڅ کې په افغانستان کې یو شمیر ملکي وګړي په ځانګړي ډول شیعه ګان او د طالبانو وسله وال په نښه شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د اګست په ۱۱ د کابل ښار په لودیځه خوا دشتي برچي کې د سپرلیو په ښاري بس کې په یو ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
همداشان یوناما ویلي چې د همدې میاشتې په ۲۲ هم د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ په موټر کې چې ددغه ولایت امنیه قومندان هم په کې سفر کاوه د ننګرهار او نورستان ولایت ترمنځ په لار په یو ځای په ځای شوي بم چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
دغه راز په دې راپور کې د کابل ښار کې د لویې څارنوالۍ مخ ته د برید او هم د دایکنډي ولایت پر ملکي وګړو د ډزو یادونه شوې او ویل شوي چې په دې بریدونو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي چې داعش ادعا کړي چې په دغو چاودنو او وسله والو بریدونو کې یې شیعه ګانو او د طالبانو وسله والو ته د سر درون زیان اړولی دی.
سرحد په اوږدو کې نښتې
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان د کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې د یو لړ نښتو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما ویلي چې د جولای په لومړۍ نیټه د کونو ولایت دانګام په ولسوالۍ کې د وړه ګوریګا په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او یو هلک اوسړی ټپیان شوي دي. همداشان یو کور هم زیانمن شوی دی. یوناما ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ورته راپور ورکړی چې په دې برید کې یوه ښځه وژل شوې او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي چې د اګست په۱۲ د ننګرهار په ولایت کې د مومندرې په سرحدي سیمه کې ډ پاکستاني ځواکونو د هاوان د مرمۍ په ډزه درې تنه (یوه ښځه، یو هلک او یوسړی) او درې نور ټپیان شوي دي.