د روسیې بریدونو اوکرایني بزګران او د غلو صادرونکي اندېښمن کړي

په اوکراین کې کرنیز شرکتونه وايي، له هغه راهیسې چې روسیه د تورې بحیرې د غلو له تړون څخه وتلې، د غلو دانو د صادراتو لارې یې پر مخ تړل شوي دي.

مسکو تیره میاشت د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب له دغه تړون څخه له وتلو وروسته، په اوکراین کې د اوډیسا بندر ته څېرمه د غلو د ذخیره کولو پر تاسیساتو د توغندیو بریدونه پیل کړي دي.

په دغه سیمه کې د جولای په ۲۱مه د آیوشکا کرنیز شرکت پر ودانۍ درې توغندي ولګېدل.په برید کې د ذخیره شوې غلې ډیره برخه وسوځیدله.

اوس د دغه شرکت مسئولین هیله لري چې پاتې غله یې د باران د اوریدو مخکې وژغورل شي.

د آیوشکا کرنیز شرکت مشرې اولها رومانوا وویل چې هغه نه پوهیږي چې ولې روسي ځواکونو د هغې شرکت په نښه کړ ځکه چې دلته نظامي تاسیسات شتون نلري او د جګړې لومړۍ کرښه هم له دې سیمې لیرې دي.

رومانوا زیاته کړه: "دا هیڅ منطق نه مني. نه پوهیږو د دې بریدونو هدف څه دی. دوی څوک ویرول غواړي؟"

اوکراین د جوارو غنمو، وربشو او سبزیجاتو د غوړیو لوی صادروونکې هیواد دی او د نړیوال خوراکي بحران د کمولو لپاره یې د ۳۲.۹ میلیون ټنه غلې لیږدولو یو کلن تړون لاس لیک کړی دی.

ددغه هېواد غلې دانې د سمندر له لارې برسېره، د ډانیوب سیند ، سړک او اورګاډو په وسیله اروپا او د نړۍ نورو برخو ته لیږدول کیږي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ډانبوب د سیند پر غاړو د روسیې برید اوکرایني بزګران اندېښمن کړل چې کیدای شي دا لاره یې هم پر مخ وتړل شي.