د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړې او وچکالۍ په امریکا کې کروندګر اغېزمن کړي


د امریکا په ایلونای ایالت کې د جوارو فصل
د امریکا په ایلونای ایالت کې د جوارو فصل

د امریکا د ایلونای ایالت یو شمېر کروندګر وايي له یوې خوا په اوکراین کې جګړې د تیلو نرخونه او نور لګښتونه زیات کړي، له بلې خوا روانې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو یې کښتونو ته زیان اړولی دی.

د کال په دې شپو او ورځو کې په ایلونای ایالت کې بارانونه کم وي. کروندګر ډیوډ میس د اوبو د کمښت تر څنګ د تخمونو او سرې لوړو بیو اندېښمن کړی دي.

په ایلونای کې ډیره موده وروسته نږدې ۱۸ سانتي متره باران وشو. ډیویډ میس اندېښمن دی چې د جولای د میاشتې باران یې ښايي د جوارو فصل ته د ګټې پر ځای تاوان پېښ کړي.

ډیوډ میس وايي، د جوارو فصل یې د عاید مهمه سرچینه ده خو د سږکال وچکالۍ او نا وخته باران ته په کتو سره، له دې فصل څخه ډېره تمه نه کوي.

په داسې حال کې چې امریکايي کروندګر سږکال اوړي کې د بدلېدونکي موسم سره لاس او ګریوان دي، بلخوا په اوکراین کې روان وضعیت په نړۍ کې امریکايي غلې ته تقاضا زیاته کړې ده.

اوکراین کې د جګړې اغیزې

روسیه د روانې میاشتې په پیل کې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو صادراتو ته د اجازې ورکولو له تړون څخه ووتله. دا تړون د ملګرو ملتونو او ترکیې په ملاتړ د روسیې او اوکراین ترمنځ لاسلیک شوی و.

د نړۍ بازارونو ته د اوکراین د غلو د مخې ډب کېدو له کبله، په نړۍ کې د غنمو او جوارو تقاضا زیاته شوې ده.

د کرنې د چارو څېړونکی جو کیمپ وايي: "روسيه او اوکراین د نړۍ د جوارو او غنمو د صادراتو شل سلنه جوړوي نو چې د دې ملکونو صادرات بند شي، د غلو تقاضا ورسره زیاتیږي."

نوموړي زیاته کړه: "د اوکراین د غنمو یو ستر واردوونکی هیواد چین دی او له دې سره به په چین کې هم د امریکايي غنمو تقاضا لوړه شي."

ډیود میس وايي، اوریدلي يې دي چې دا وضعیت د دوی په ګټه دی او په اوږده موده کې به د دوی کرنیز صادرات نور هم ښه بازار ولري.

ښاغلی میس وايي، تر هغو چې په سپتمبر کې خپل فصلونه ټولوي، د وچکالۍ د زیانونو دقیقه اندازه نشي ښودلی. کروندګر په دې پوهیږي چې کله قیمت او تقاضا زیاتیږي، د یو طرف په تاوان او د بل طرف په ګټې تمامیږي.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په نړۍ کې د غنمو بيي نږدې دوه برابره لوړې شوي دي.

په نړۍ کې د غنمو او جوارو د بیو د لوړېدو اصلي لامل په اوکراین کې جګړه او د تور سمندرګي له لارې د غلو پر تجارت باندې د دغې جګړې اغیزې ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG