اوکراین وايي د روسیې ۷۶ بې‌پیلوټه الوتکې یې هدف ته له رسېدو مخکې نسکورې کړې

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پدغو بریدونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. که څه هم د دقیقو ارقامو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو چارواکي وایي چې ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی او ځینې کسان هم ټپیان شوي دي.

د اوکراین پوځ، د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶مه) ویلي، چې روسیې د دوی پر خاورې ۱۸۸ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) او څلور توغندي توغولي دي، چې له دې ډلې ۷۶ ډرونونه هدف تر رسېدو وړاندې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو په وینا، د روسیې ډرونونه په ګڼو سیمو لکه چرکاسي، چرنیهیف، چرنیوتسی، دنیپروپتروفسک، خارکیف، خملنیتسکي، کیروفوهراد، میکولایف، اودیسا، پولتاوا، ریفني، سومي، ترنوپیل، وینیتسیا، زاپوریژیا او ژیتومیر کې ویشتل شوي دي.

په ورته وخت کې، د روسیې د دفاع وزارت د سه‌ شنبې په ورځ ویلي، چې د دې هېواد هوايي ځواکونو ۳۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې په نښه او له منځه وړې دي. د روسي چارواکو په وینا، زیاتره دا ډرونونه د روستوف په سیمه کې په نښه او له منځه وړل شوي دي. روسي چارواکي همداراز ویلي چې د دې بریدونو له کبله د مرګ‌ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

خو اوکرایني چارواکو بیا ویلي، چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پدغو بریدونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. که څه هم د دقیقو ارقامو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو چارواکي وایي چې ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی او ځینې کسان هم ټپیان شوي دي.

د اوکراین جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د پوځي چارو ځینې کارپوهان وايي، روسي ځواکونه په اوکراین کې د پرمختګ په حال کې دي او په تېره میاشت کې یې د لندن ښار د نیمې اندازې ساحه ولکه ترلاسه کړی دی.

روسیې پر اوکراین د پوځي یرغل په لومړیو کې د دغه هېواد پراخې سیمې لاندې کړې، خو وروسته د اوکرایني ځواکونو د کلک مقاومت په پایله کې ختیځ او جنوب ته په شا وتمبول شوه. همداراز د دواړو لوریو ترمنځ شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره د جګړې لومړۍ کرښه په تېرو دوو کلونو کې تقریبا په خپل حال پاتې دی.

د روسي او لوېدیځو چارواکو په وینا، جګړه اوس یوې حساسې او خطرناکې مرحلې ته رسېدلې او د راتلونکو تحولاتو وړاندوینه ستونزمنه ده.

پداسې حال کې چې مسکو د اوکراین په روانه جګړه کې د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته غوښتې، کیف بیا د لوېدیځو هېوادونو له اوږد واټن توغندیو څخه په ګټې اخیستو د روسیې خاورې په نښه کوي.

روسیې تېره اوونۍ په لومړي ځل په اوکراین باندې بین البراعظمي بالستیک توغندی وار کړ او د سې شنبې په ورځ یې تر د بې پيلوټه الوتکو یو تر ټولو ستر برید ترسره کړې.

د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو په تېره اوونۍ کې د اوکراین شاوخوا ۲۳۵ کیلومتره مربع سیمه لاندې کړې، چې دا په تېرو ۱۲ میاشتو کې د دوی تر ټولو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رويټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.