د بریتانیا پارلمان ړنګ شو

د بریتانیا د پارلماني ټاکنو لپاره د جولاۍ څلورمه نېټه پلان شوې.

د بریتانیا پارلمان تر ټاکنو مخکې منحل او ړنګ شو او د نوي پارلمان جوړېدو لپاره یې ۶۵۰ څوکۍ تشې شوې.

د بریتانیا صدراعظم رېشي سوناک د پارلماني انتخاباتو نېټه د جولاۍ څلورمه وټاکله، په داسې حال کې چې تمه کېدله ټاکنې به د کال په پای کې وشي. ناظران په دې باور دي چې هغه دا کار د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره وکړ.

په همدې حال کې سیاسي ګوندونو خپل انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي‌ او ویل کېږي چې د کارګر کوند، چې سیاسي اپوزېسیون دی، ۱۴ کاله وروسته بیا واک ترلاسه کړي.

په نظر پوښتنو کې حاکم محافظه کار ګوند تر اپوزېسیون شاته ښودل شوی.

په همدې حال کې د ړنګ شوي پارلمان ۱۲۹ غړو ویلي دي چې بیا ځانونه نه کاندیدوي، په دوی کې یې ۷۷ د حاکم ګوند استازي دي، چې دا ډول تګ یې بېساری بلل کېږي.

ځینو محافظه کاره کاندیدانو د انتخاباتو د نېټې د ناببره اعلان په اړه ناخوښي‌ څرګنده ده.

د ټاکنو د نېټې له اعلان وروسته صدراعظم سوناک د هېواد بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړل او خپل محافظه کاره ګوند یې «یو خوندي انتخاب» وګاڼه.

په نظر پوښتنو کې ښودل شوې چې د کارګر ګوند ته ۴۵سلنه او محافظه کاره ګوند ته به۲۳ سلنې رایې ترلاسه کړي.

د کاندیدانو ترمنځ تلویزوني مناظرې هم پيل کېږي او اوله مناظره یې د سه شنبې په ورځ په ITV کې پلان شوې ده.