کییر سټارمر: روانډا ته د کډوالو شړل 'مړ او ښخ شوی' پلان دی

د بریتانیې تازه ټاکل شوي صدراعظم کییر سټارمر د خپل کار د پیل په لومړۍ ورځ د تیر حکومت له خوا روانډا ته د کډوالو د شړلو پلان "مړ او ښخ شوی" اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د هغه د حکومت د ”لومړي درجه ماموریت" په توګه به په دې برخه کې تغیرات راولي.

د کارګر ګوند مشر کییر سټارمر د جمعې په ورځ د رایو په غوڅ اکثریت د بریتانیا ټاکنې وګټلې او د محافظه‌کارو د حکومت نږدې ۱۴ کلنه دوره یې پای ته ورسوله.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ جون ۶ (چنګاښ ۱۶) راپور ورکړی چې سټارمر ویلي چې د "بدلون راوستلو ته بې‌قراره" دی او ګوند یې "په بل ډول د سیاست کولو حکم" ترلاسه کړی دی.

سټارمر د شنبې په ورځ د کابینې پر میز خپل لوپوړو چارواکو ته وویل:‌ "موږ ډیر کار لرو او اوس موږ ته موقع په لاس راغلې چې وې کړو."

هغه د کابینې له غونډې وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل د محافظه کاره پخواني صدراعظم ریشي سوناک له پلان سره به مخکې لاړ نه شي. د برتانیې پخواني حکومت دا پلان روانډا ته د کډوالو په شړلو سره د انګلستان جنوبي څنډو ته د کډوالو د کښتیو د راتګ له زیاتوالي‌ سره د مقابلې لپاره عملي کاوه.

سټارمر خبریالانو ته وویل: "د روانډا پلان مخکې له دې چې پیل شي مړ او ښخ شوی و... زه چمتو نه یم چې د داسې چالونو ترسره کولو ته دوام ورکړم چې د مخنیوي د وسیلې په توګه کار نه کوي.“

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې د انګلستان په ټپه ولاړ اقتصادي څرخ، د عامه خدمتونو رامنځ ته کول، هغه کورنۍ چې له کلونو راهیسې د مصارفو له بحران سره مخامخ دي او دې ته ورته نورې "سختې ننګونې" د سټارمر د حکومت په وړاندې پرتې دي.

د نړۍ مشرانو د بریتانیا د نوي صدراعظم په توګه سټارمر ته مبارکۍ ویلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له سټارمر سره په ټیلیفوني خبرو کې ”د امریکا او انګلستان ترمنځ د خاصو اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي‌ اړیکو د لا زیاتوالي په تړاو د ګډو ژمنو“ پر سر بحث کړی دی.

دغه راز د اروپايي‌ ټولنې،‌ اوکراین او هند مشرانو هم له کییر سټارمر سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي خو د متحده ایالاتو پخواني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ښایي بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید وي، له سټارمر سره د خبرو پر ځای په ټاکنو کې د هغه د متحد نایجل فیراج د پرمختګ هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې چې سټارمر راتلونکې اونۍ واشنګټن ته سفر وکړي‌ او د لومړي‌ ځل لپاره په نړیوال سټیج کې د بریتانیې د صدراعظم په توګه د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

هغه وويل: "دا زما لپاره ډیره واضح ده چې زما د حکومت لومړۍ دنده د امنيت ټینګول او دفاع ده او باید واضح کړم چې له ناټو سره زموږ ملاتړ با ثباته دی."

سټارمر زیاته کړه چې د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره یې په خبرو کې له اوکراین څخه د بریتانیا او د هغه د متحدینو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.