د لاس رسي وړ اتصالات

ځینې بریتانویان ریشي سوناک 'د بریتانیا اوباما' بولي


ریشي سوناک، د بریتانیا صدراعظم
ریشي سوناک، د بریتانیا صدراعظم

هندي الاصله ریشي سوناک تېره اونۍ د بریتانیا صدراعظم وټاکل شو. دا د بریتانیا په تاریخ کې لومړنی صدراعظم دی چې سپین پوسته ندی او ځینې بریتانویان هغه د متحده ایالاتو د لومړي تور پوستي ولسمشر بارک اوباما سره پرتله کوي.

د چهارشنبې په ورځ د ریشي سوناک د ټاکل کېدو پر وخت د بریتانیا ډیرو سیاستوالو او عامو خلکو د هغه د ټاکنې هرکلی وکړ.

د کارګر ګوند مشر کیر سټارمر وویل: "دا د یادونې وړ ده چې د ټولو ننګونو سره چې موږ د یو هیواد په توګه ورسره مخ یو، بریتانیا یو داسې ځای دی چې د ټولو نژادونو او عقیدو خلک کولی شي خپلې هیلې پکې پوره کړي."

خو ځینې کتونکي سوناک "د بریتانیا اوباما" بلل ناسمه مقایسه ګڼي.

د لندن د کینګز کالج پروفیسر انند مینن وايي، ریشي سوناک په پارلمان کې د خپل ګوند له خوا د مشر په توګه ټاکل شوی، په داسې حال کې چې ښاغلی اوباما د امریکا د ولس لخوا په عمومي ټاکنو کې واک ترلاسه کړی و.

خو د بریتانیا د مشر په توګه د سوناک ټاکنه د ډیرو په اند ددغه هېواد په تاریخ کې مهمه شیبه ده.

انند مینن وویل: "تاسو یو څوک وینئ چې جنوب آسیايي ریښې لري، د هندو مذهب پیروی دی او د نړۍ یو د تر ټولو مهمه سیاسي څوکۍ نیسي. دا خورا مهمه خبره ده."

په بریتانیا کې مېشت هندوان د صدراعظم په توګه د سوناک په ټاکل کیدو خوښ دي.

د بریتانیا د لیسټر ښار هندوانو څو ورځې وړاندې د دیوالي د نمانځلو پر وخت وویل چې د سوناک د ټاکل کېدو تر وروستۍ شیبې یې فکر نه کاوه چې هغه دې د صدراعظم په توګه وټاکل شي.

ځینې دا هندوان بیا وايي، د سوناک ژوند له عامو بریتانوي هندوانو سره له دې امله توپیر لري چې هغه امتیاز لرونکی ژوند درلودلی دی.

ریشي سوناک د بریتانیا ترټولو بډایه د پارلمان غړی ګڼل کیږي. هغه په یو ځانګړي خصوصي ښوونځي کې زده کړې کړي، او د اکسفورډ له پوهنتون نه فارغ شوی دی. د هغه ښځه د یو هندي بډایه سوداګر لور ده او له خپل پلار څخه ٨٣٠ میلیونه ډالر په میراث ورپاتې دي.

ریشي سوناک په سویلي انګلستان کې زیږیدلی. د هغه مور او پلار په ١٩٦٠ کې د کینیا نه انګلستان ته تللي و.

سږکال هند له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۷۵مه کلیزه ولمانځله. د ډیرو هندیانو دپاره د بریتانیا د صدراعظم په توګه د ریشي سوناک ټاکل کیدل احساساتي شیبه وه.

د ډیلي اوسیدونکی، منوج ګرګ وايي: "یو هندي الاصله د انګلستان صدراعظم کیږي، هم هغه انګلستان چې دومره کلونه یې پر موږ حکومت کړی، نو دا د ټول هند لپاره د ویاړ شیبه ده."

XS
SM
MD
LG