متحدو عربو اماراتو په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه 

افغانستان د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ګټلې وه، درېیمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ ده

د متحد عربو اماراتو د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (جدي۱۰) د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

اماراتو د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، چې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۵۵ منډو وسوځېدله.

د اماراتو کپتان محمد وسیم چټکه لوبه وکړه او په ۳۳ توپونو یې ۵۳ منډې وکړې. د اماراتو بل لوبغاړي ارین لکرا هم ۶۳ منډې وکړې. د اماراتو په دې بري سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه او د سه شنبې په ورځ به یې ورستۍ لوبه وي.

د افغانستان په توپ وهونکو کې رحمان الله ګربز ۲۱، حضرت ځاځي۳۶، ابراهیم ځدراڼ څلور، نجیب ځدراڼ ۱۲، دروېش رسولي صفر، قیس احمد ۱۸، نور احمد لکڼوال اته، نوین الحق صفر او محمد نبي په ۴۷ منډو اوټ شول.

په افغان توپ اچوونکو کې قیس احمد او عظمت الله عمرزي دوه دوه لوبغاړي، محمد نبي او فضل حق فاروقي یو یو لوبغاړي اوټ کړل. یو بل لوبغاړی په منډو کې اوټ شو.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی علي نصیر شو. ده د افغانستان څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دا لړۍ د جمعې په ورځ پیل شوه. افغانستان کې لومړۍ لوبه ګټلې وه.

تر دغو لوبو مخکې د افغانستان او اماراتو ترمنځ دوې یوه ورځنۍ غیر رسمي لوبې هم وشوې چې افغانستان وګټلې.