په متحدو عربو اماراتو کې چارواکي وایي د یو یهودي مذهبي مشر (خاخام) د وژنې په تور یې درې کسان نیولي او اسرائيل دا وژنه د یهودو ضد عمل بللی دی.
د متحدو عربو اماراتو رسمي خبرياژانس د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس ویلي دي چې «هغه درې عاملین نیول» شوي چې د زوي کوګان «په وژنې کې دخېل» وو.
د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي. لا د دغې وژنې انګیزه معلومه شوې نه ده.
د متحدو عربو اماراتو د کورنیو چارو وزارت د کوګان د اسنادو په اساس هغه د مالدوفوا اوسېدونکی ښودلی چې په اماراتو کې یې کار او ژوند کاوه.
د اسرائیل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحدو عربو اماراتو امنیتي مسئولینو د دغه اسرائیلي ۲۸ کلن مذهبي مشر مړی موندلی دی.
بینیامین نتنیاهو د خپلې کابینې د غونډې په پیل کې د کوګان د وژنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې «د اسرائيل د دغه وګړي» او د یهودیانو د حریدي غورځنګ د دغه «استازي وژل د یهودو په ضد ترهګریز» عمل دی.
سپینې ماڼۍ هم دا برید غندلی، «وحشتناک جرم» یې بللی او د عاملینو سره یې د حساب او کتاب غوښتنه کړې ده.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا ویان شان ساویت ویلي دي چې دا«په متحدو عربو اماراتو باندې یو برید» او د «تشددي افراطیت رد» دی.
د اسرائيل او متحدو عربو اماراتو د کوګان د وژنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د اسرائيل یو مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، خبریالانو ته ویلي دي چې د کوګان مړی به د دوشنبې په ورځ انتقال شي. ویل کېږي چې د هغه مړی به په «اسرائيل کې خاورو ته وسپارل» شي.
د مالدوفوا چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په ابوظبي کې یې سفارت له ځایي مقاماتو سره کار کوي، «وضعیت له نژدې چاري او ضروري همکاري به» کوي.
په همدې حال کې، اسرائيل یو ځل بیا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې له ضرورت پرته دې متحدو عربو اماراتو ته له سفر کولو ډډه وکړي وکړي او اضافي احتیاط دې په پام کې ونیسي.