د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعيل خان او لکي مروت ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شوی دی.
ددې پروګرام بيان زياتوي چې د روغتیا ملي ادارې د نومبر پر لومړۍ نېټه (لړم ۱۱) په لکي مروت کې د يوې ماشومې نجلۍ او په ډېره اسماعيل خان کې د يو ماشوم هلک په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړ.
په پاکستان کې د پوليو دوه نوې پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په دغه هېواد کې د اکتوبر له ۲۸ (لړم ۷) څخه د پوليو اووه ورځنی واکسيني کمپاين روان دی، چې د چارواکو په وينا، په ترڅ کې به يې له ۴۵ ميليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د پوليو مخنيوي پروګرام په خپل راپور کې زياته کړه ده چې د پاکستان د ۷۶ ولسواليو په محيطي نمونو کې د پوليو ويروس موندل شوی دی.
په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو ثبت شویو پېښو۲۲یې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، نهه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.
روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.